ورزش

د فوټبال مشهورو لوبغاړو د فلسطین په ملاتړ غږونه پورته کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غویي، ۱۴۰۰ل): له تېرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې اسراییلي ښکېلاګرو د فلسطین پر مسلمانانو د هوایي بمباریو له لارې ظلمونه پېل کړي، چې د فلسطین په ملاتړ له انګلستانه تر چیلي پورې د فوټبال مشهور ستوري هم په یووالي کې متحد دي او خپل پيوستون یې ښودلی دی.

اسراییلي ښکېلاګرو غزه کې پر بمباریو شاوخوا ۲۰۰ کسان شهیدان کړي چې ۶۰ یې ماشومان او شاوخوا شل ښځینه دي، ددې سربېره د ټپيانو شمېر له ۱۴۰۰ پورته شوی، چې لا هم د اسراییلو بمباري دوام لري.

په انګلستان، ترکیه، چیلي او نورو ځایونو کې د فوټبال لوبغاړو د فلسطیني خلکو د ملاتړ ژمنه کړې ده، په دې تړاو په یو شمېر اروپایي، اسیایي او افریقایي هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ ستر لاریونونه ترسره شوي دي.

په لوړه کچه لاریون کې د انګلستاني کلب لیستر ستي لوبډلې دوه ستورو انګلستاني حمزه چودري او فرانسوي ویسلي فوفانا د یکشنبې په ورځ د ایف جام له ګټلو وروسته د فلسطین بیرغ پورته کړ او په دې توګه یې بریا ولمانځله.

په انګلستان کې د فلسطین سفیر «حسام زوملوت» د یادو لوبغاړو دغه کار ستایلی او په خپل ټویټر پاڼه یې ویلي: «دا اشاره پر وخت وه او ستاینه یې شوې ده».

https://twitter.com/hzomlot/status/1393674409353924617?ref_src=twsrc%5Etfw

د انګلستان میشته نورو فوټبالرانو په شمول د مانچسټر سیتی لوبډلې ریاض محرز، د مانچسټر یونیټډ فرانسوي لوبغاړي پاول پوګبا او د لیورپول لوبډلې مصري لوبغاړي محمد صلاح هم د فلسطین په زغرده ملاتړ کړی دی.

ریاض محرز پر خپله ټویټر پاڼه د #فلسطین او #شیخ جراح وساتئ هاشټاګونو سره د فلسطین بیرغ یو عکس خپور کړی، دغه راز پاول پوګبا له خپلو مینوالو غوښتي تر څو فلسطین ته دعا وکړي، په داسې حال کې چې محمد صلاح د برتانیا پر لومړي وزیر بورس جانسن او نورو مشرانو غږ کړی، چې په غزه کې د بیګناه خلکو د وژنې د سمدلاسه مخنیوي لپاره په خپل واک کې هر څه وکړي.

د محمد صلاح د لیورپول لوبډلې ملګري سینیګالي سادیو مانی او مصري محمد الننی هم فلسطینیانو سره د یووالي څرګندوالي لپاره پر ټولنیزو رسنیو خپل احساسات خپاره کړي دي.

محمد الننی چې د انګلستاني کلب ارسنل له لوري لوبیږي، پر خپل ټویټر پاڼه یو عکس خپور کړی او د بیت المقدس د اقصی جومات عکسونه چې د اسلام دریم مقدس ځای دی ټویټ کړي، نوموړي لیکلي: «زما زړه، زما روح او زما ملاتړ د فلسطین سره». ددې سربېره سادیو مانی د #فلسطین ازاد کړئ هاشټاګ سره د بیت المقدس د اقصی جومات عکس شریک کړی دی.

په چیلي هېواد کې د «دیپورتیو فلسطین» کلب چې په ۱۹۲۰م کال کې د فلسطیني مهاجرینو له لوري رامنځته شوی، له لوبې وړاندې فلسطین سره همغږي وښودله، ورته همغږي په کویت او قطر کې هم ترسره شوې، په داسې حال کې چې په ترکیه کې د استنبول میشته فینرباهیس لوبغاړو یوې وروستۍ لوبې ته د چمتو والي پرمهال د «فلسطین ازاد کړئ» پيغام سره شرټونه اغوستي وو.

المان میشته ترکي ستوري مسعود اوزیل، چې وړاندې یې د چین ظلمونو پر وړاندې د ایغور مسلمانانو په ملاتړ غږ پورته کړی و، هم په استنبول کې د برخه اخیستونکو لوبغاړو څخه و، نوموړي دغه راز پر ټویټر هم همغږي شریکه کړې ده.

بل لوري ته د فوټبال نړۍ درې مشهورو ستورو لیونل میسي، نیمار او کریستیانو رونالډو لا د یادو ظلمونو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم پر ټولنیزو رسنیو ملاتړ په ډاګه کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x