نړۍ

کراچي: د متحده قومی غورځنګ(MQM) پردفترونو اویونټونوباندی دعسکرو چاپي

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۰) څو شیبي  مخکي خبر راورسیدي چي، په کراچي کی پولیسو اوعسکرو دمتحده قومی غورځنګ(MQM) پردفترونو اویونټونو باندي چاپي وهلی دي، چی له کبله یی دلسګونو کارکنانو دنیولو خبرورکول شوی دي.

دخبرنورجزییات په لږکړي وروسته پرلیکه شي.

وروستي خبروایی چي دپاکستان  دخلګو په ګوند پوري تړلي دسینده ایالت پخواني دکورنیو چارو دوزیر ذوالفقارمیرزا له لوري دمتحده قومي غورځنګ په خلاف له تازه څرګندولو څخه وروسته ددغه ګوند کارکنانو یوځل بیا غوښتو چی د کراچی حالت ګډ وډ کړي، او چوراوچپاول رامنځ ته کړي،

خوله دی واره په ښارکي دپرتو عسکرو اوپولیسو له لوري هغه پرینښودل شوه چی کراچي یو ځل بیا دجنګ میدان وګرځوي.

عسکرو دمتحده قومی غورځنګ پرمختلفو یونټونو اودفترونو، لکه برن روډ یونټ، جمشید ټاون یونټ، پیر الهی بخش یونټ، عظیم پلازه یونټ، ګارډن یونټ،ګزري یوڼټ اوهمدارنګه نورو یونټونوباندی چاپی ووهلي چی دمتحده قومي غورځنګ ګوند دلسګونو کارکنانو دنیولو خبروکول شوی دي ، او همدارنګه سرچیني وایی چی له ځینو یونټونو څخه وسلي هم ترلاسه شوی دي.

له بله لوری دمتحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسین دګوند له کارکنانو څخه غوښتنه کړی ده چي له صبره اوزغم څخه کارواخلي.

دیادولو وړ ده چی دسینده پخوانی دکورنیو چارو وزیر نن یوځل بیا پر رسنیو باندی  راښکاره شو دنوموړی یو ځل دبیا دمتحده قومي غورځنګ دغلو او ویره اچونکو په یوه ډله سره تعبیر کړ، نوموړي زیاته کړه چی دمتحده قومي غورځنګ ګوند مشران زما په خلاف سازشونه جوړوي، که همت اوغیرت لري نو زما دکور خواته دی راشي، نوموړي زیاته کړه په یواځي سر ددغه ګوند دزرو کارکنانو مقابله کولي، ذوالفقار میرزا وویل هر باغیرته اوبا احساسه پاکستاني زما ملګري دي، نورپټه خوله نشم کښیناستي اونه نور به ددغو غلو مخه چی هرډول نیسم، دوی څه فکر کوي ټول پاکستان زما ترشاه ولاړدي یواځي نه یم.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x