نظــر

سوله او تنګ نظره روشنفکران (!)

ډاکټر محمد طاهر ثابت

نن مې د یو کس (وروسته به یې د سین په نامه یاد کړم) لیکنه وویله چې پکې د ځینې لیکوالانو څخه روشنفکري منفي سوې وه.
دا هغه لیکوالان وو چې په کابل کې د پردو په زور او زرو رامینځته شوې ادارې سره همغږي ندي.

سین دوی د طالبانو او یا سابق مجاهدینو پلویان بولي. زه په دې هکله یو نظري لیک لیکم چې د افغانستان د يوې ډلې لیکوالانو، چې د سین په څېر اظهارات کوي، ساده لوحي له يوې خوا او له بلې خوا د هغوی د تکبر، نفرت، خودخواهۍ او عوام فریبانه ذهنیت له ورایه وښیي. مونږ به دا په لاندې ټکیو کې ووایو:

۱ـ تنګ نظره روشنفکر:
د سین زیاتې لیکنې ښيي چې هغه په اسلام او دین معتقد ندی، د سین نور لیکونه ښیي چې هغه په کابل کې د پردۍ ادارې زورور ملاتړ دی.

د سین لیکنه هغه کسان چې دده له انتخاب سره موافق ندي هغه تش په نامه روشنفکران بولي.
دا لیکوالان د سین په خوله د حالاتو او پېښو شننه څیړنه او د ذهنونو تنویر د طالبانو او جهادي مافیا په ګټه کوي.
سین وایي داسې لیکوالان چې د مرکزي حکومت مخالف وي هیڅکله روشنفکر ندي او نه د روشنفکرۍ ضمیر لري.

پورتنی ټکی په فلسفي لحاظ سفسطي او بد منطقه ښکاري. خلاصه یې داسې ده:

د پردیو په لاس جوړه سوې اداره+د هغې ملاتړ= روشنفکر دی.

د پردۍ ادارې مخالفین+د هغوی تایید = تش په نامه روشنفکر دی.

په پورتني فورمول کې صغری او کبری له خپلو نتیجو سره معقوله رابطه نلری. دا تصوري ښکاري خو حقیقي هیڅکله نه. حاضر فلسفي لیکونکي داسې استدلال غرضي بولي او په دې خاطر یې د باور وړ نه بولي.

روشنفکره مونږ باید هغه کس وبولو چې د یو غرض لپاره آزاده او بې پرې مطالعه وکړي، د هغې محتویات وشنی او په هغه کې د غرض ګټې او تاوانونه پیدا کړي او د هغوی په اساس مطابق نظر ورکړی، دا کس باید په غرض پسې تړلی نه وي.

تنګ نظره روشنفکر هغه کس دی چې هغه د یو غرض طرفدار وي او د هغه په اساس بل هیڅ نظر نه مني، حالات او پېښې د خپل غرض په اساس شني او تحلیلوي او نتیجې په زور اخلي.

دا چې د سین په لیکنه کې یو عالي غرض ندی ویل سوی او خبره صرف په مرکزي حکومت او طالبانو راڅرخیدلې نو ځکه په ملي او سیاسي افغاني فلسفه کې د هغه دیدګاه ډیره تنګه ښکاري.

د سین نظر صرف دا ښیي چې یو تنګ نظره روشنفکر له بل تنګ نظره روشنفکر څخه ښه دی. زړو علماوو داسې نظر ته تعصب ویلی.

۲- افغانی فلسفه
د اوسني سياسي وضعیت د یو پلو په ګوښه کې، هر هغه کس چې ځان د افغانستان مخلص وطنوال بولي هغه به د سولې او نيکمرغۍ طرفدار وي.
سوله او نيکمرغي به په داسې ډول تحلیلوي چې د هغو د راتلو امکانات په سوله ییز ډول راشي او بیا دوام وکړي. دا امکانات به د افغانستان پوره آزادی تضمينوي.

سوله به هلته راځي چې د اکثریت او اقلیت عقاید او ارزښتونه ورسره تضاد ونلري.

سوله او زور دوه مخالف قوتونه دي چې اول یې ښه او دوهم یې بد دی. زور هلته معاف کیدای شي چې د سولې امکانات نیست شي او بیا زور د زور جواب ولیدل شي.

۳- مرکزي حکومت او د هغه ملاتړ:
د حکومت اساس د پردو په زور راغلی. پردی اشغال یې منلی او هغه ته زارۍ کوي. پردي شرطونه مني او د هغه په سر افغانستان جوړوي.

مرکزي حکومت د څلویښتو ملیونو افغانانو څخه د څه کم یو ملیون کسانو له خوا مشکوک انتخابات ګټلي دي.

د هغه اساسي قانون پردی دی او پردۍ ګټې تضمينوي او ملي سوله او نيکمرغي له خنډو سره مخامخ کوي. په هغه برسیره د قانون د حکومت پر ځای د زور حکومت دی. زیات وزیران بې قانونه مقرر او بیقانونه اجراءات کوي. قانوني مرکز بې قدره او خنثی دی، د هغه غړي د ملي نظر د اظهارولو قابل ندي.

په پورتنيو شرایطو کې کومې ملي ګټې شته چې هغه پورتنۍ وضعه روا کړي؟ جواب آزادي ده.
که آزادي وي نو حاضر مشکل عفو کیدای شي.
دا چې آزادي نه وي هره نیمګړتیا دردونکې او ټول ظاهره خوبیانې یو سراب دی چې هیڅکله به د آزادۍ او نیکمرغۍ تږو افغانانو حلق لوند نکړي.

په پورتنیو شرایطو کې د مرکزي حکومت ملاتړ د سولې د راتلو امکانات نه برابروي. د هغه تایید د زور او پردي تسلط سلسه اوږدوي.
د هغه ملاتړ د طالبانو د تسلیمۍ غوښتل دي.
د طالبانو تسلیمي چې تر نیم افغانستان زیات یې په لاس کې دی نور شل کاله جنګ ته لاسوهنه ده.

دا هم په دې شرط که د کابل اداره د بین المللي قاتلانو څخه زوروره شي او زیات وحشي. دا خیال محال ښکاري.

۴- د افغانستان په هکله د استعمار پس مرګه رقصونه:
د زاړه استعمار بچي او پلار د نوي استعمار په امر د کابل د ادارې سره تماس او بیا د کابل د سرکښ غني متضاد اظهارات او د هغه په هکله مخالفت د روشنفکرۍ علامه ده، نه د هغه د نیستۍ.

البته دا پورته په محدود شکل کې. که غني یوه بله ګټوره لاره ښودلې وای او په هغې کې د پاکستان دښمني له مینځه تللې وای نو بیا به د انتقاد ځای نه و پاتې سوی. دا باید ملي ګټه وبلل شي چې د ګاونډیو دښمني ختمه کړي.

له بله پلوه، دا هلې ځلې د امریکایي استعمار د نامرئ اشغال لپاره پسمرګه رقصونه دي چې پاکستان او افغانستان سره نزدې کړي ترڅو له چین سره مقابله وکړي. د امریکایي ګټو په اساس دا ښه کار دی چې ځینې امریکا غوښتونکي لیکوالان به یې په غوصه کړي وي.

دا چې افغانستان د امریکا یوه سیاره ده، نو د انګریزي سیارې سره ګډ کار کول ولې بد وبلل سي. ترڅو افغانستان پوره آزاد نسي، چین، روسیه او ایران به همیشه د افغانستان بده غواړي.

له پاکستان سره د سولې توافق ښه دی. خو که هغه استعماري خیال لري هغه باید ځواب سي.

د امریکا دا وروستنۍ هلې ځلې د اشغال اوږدوالی دی او د طالبانو تضعیف. دا خو باید دولتي مغرضو روشنفکرانو تایید کړای وای. که دا پلان عملي سوی وای نو د طالبانو د تسلیمۍ امکانات به زیات شوي وای.

۵- آخره خبره:
دولتي روشنفکران یوازې پر دې تسلط غواړي او د هغه سره مخالفت چې د افغانستان آزادي یې محور وي په دروغو بیانوي او ملت ته د دوکې نه سوا بل مطلب نلري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ډاکټرصاحب مخلص وطن فرسته ښه پوهیږی چه ملک څنګ جوړیږی خودپرسته هرڅه پخپل اختیارکی ساتل غواړی کوښښ کوی چه دملک په جوړیدوکی دملک دعالمانواوپوهانونظرونه شریک نکی دالله کلام بهترین حکمونه کوی فرمایی:پخپلومنځوکی په هرکارکی مشوره وکۍ،رسول الله اواصحابوکراموبه په هرکارکی مشوره کوله اووحلولوته به یی کمربسته ولاړووچه ۴۰مملکته(له روم څخه دچین تردیواله)فتح کړل،بیګانه هیڅ کله خپله مستعمره ترقۍ ته نه پریږدی،دروم کافروفیلصوپانوسکندرته ولیکل :په ملک کی نااهله پرلوړوعهدومقررکه اومسکینی زیاته که ته په لږفوج ایران ترکنترول لاندی نیوالای سی نن په تمامه دنیاکی هغه دیونان دفلاسفه وو هدایت ظالم اوجابرملکولکه امریکا اوانګریزان استعمالوی،غنی کمونسټ نه پخولاکیدونکۍ داسلام دښمن دۍ ،خوطالبان… نور لوستل »

غوربندی

ډاکټر صاحب سرلوڅ مرادزی یو عقديی او شعوري کمونست دی،، دا د بیزو زوی د هغو روښنفکرانو له ډلې دی چې خور، مور، لور، او مېرمن له خپلو سیاسي همفکرانو سره په جنسي قربانۍ کې ورکوي،، ددې زاړه مسخ شوی بیزو ډبرین زړه د روسانو او امریکایانو له ټولو وحشتونو سره سره لا هم د افغانانو په تعقیف، توقیف، شکنجو او قتل عام باندې نه دی سوړ شوی. ما ددې مردارخور لیکنې د ټول افغان د بحثفورمونو تر وفات وروسته نه دی لوستلې،، یادونه: کمونست ته د بیزو زوی ویل کله هم ښکنځل نه بلکه د دوی پوچې عقیدې معرف… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x