روغتیا

د اوږدو ساعتونو لپاره کار کول کلني سلګونه زره کسان وژني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غویي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان په ډاګه کړې چې د اوږدو ساعتونو لپاره کار کول هر کال سلګونه زره کسان وژني.

د «نړیوال چاپیریال» په ژورنال کې خپره شوې یوه څيړنه ښيي، په ۲۰۱۶م کال کې ۷۴۵ زره کسان د فالج او زړه ناروغۍ له کبله مړه شوي کوم چې د اوږدې مودې لپاره کار کولو سره اړیکه لري.

د چاپیریال او د اقلیم د بدلون او روغتیا ریاست مشره ماریا نیرا وایي، په اونۍ کې ۵۵ ساعته یا له دې زیات کار کول روغتیا ته جدي خطر پېښوي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د کار نړیوال سازمان لخوا چمتو شوې ګډه څيړنه په ګوته کوي، چې د زیات کار له امله (۷۲ سلنه) قربانیان نارینه دي، چې منځني یا ډیر عمر لرونکي دي.

څیړنه زیاتوي، تر ټولو ډير زیانمن شوي هغه خلک دي چې په سویل ختیځ اسیا او لویدیځ آرام سمندر کې ژوند کوي، په دې کې چین، جاپان او استرالیا هم شامل دي.

څیړنې د ۱۹۴ هېوادونو د معلوماتو پر اساس تایید کړې چې په اونۍ کې ۵۵ ساعته یا ډیر کار کول د فالج ۳۵ سلنې خطر سره تړاو لري، او د زړه ناروغۍ له امله د مړینې خطر (۱۷ سلنه) دی، د هغو په پرتله چې اونۍ کې د ۳۵ او ۴۰ کلونو ترمنځ کار کوي.

یادې څیړنې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶م کالونو ترمنځ دوره پوښښ کړې، په کوم کې چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ دوره نه ده شامله، خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا په دوره کې له کوره کار کول او اقتصادي تنګسه ممکن د خلکو ترمنځ د لا زیات فشار لامل شوي وي او خطرونه یې د تېرو کلونو په پرتله زیات وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x