شعـــــرونه

شمعي زما پر اوښکو که پر ځان راسره وژړل/ جهاني

عبدالباري جهاني

ما خپله کیسه کول ګرېوان راسره وژړل
پوه نه سوم چي څنګه مي جانان راسره وژړل

غېږ کي د پانوس یې سره لمبه پر سر نیولې وه
شمعي زما پر اوښکو که پر ځان راسره وژړل

ماته په اورغوي کي ازل موجونه کښلي وه
پروت لا پر ساحل ومه توپان راسره وژړل

تږي شپې مي پی کړې د سبا په سرابونو کي
پلونو د تڼاکو مي بیابان راسره وژړل

ګل ته ور نیژدې سمه اغزي مي تر زړه وخیژي
زما پر تور قسمت باندي باغوان راسره وژړل

ماته له عمرونو د قسمت پیاله نسکوره سي
صبر ته د سترګو مي مُغان راسره وژړل

زما یې د کوچۍ حیا له زوره ژبه ګونګه کړه
ټیک راسره وژړل پېزوان راسره وژړل

زه لکه ماشوم په منډومنډو وړانګي نیسمه
سیوري ته د پلونو مي کاروان راسره وژړل

پوه سوم جهاني چي د انصاف سوالونه پاته وه
وریځو خو ژړله نن اسمان راسره وژړل

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د اپرېل اوومه، ویرجینیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x