دیني، سیرت او تاریخ

تر څه وخته پورې توبه قبلېږي؟

مولوي نورالحق مظهري

مخکيې تر راتللو د دريو حالتونو د انسان توبه قبلېيږي خو وروسته تر راتللو د دغه دريو حالتونو د انسان توبه نه قبلېږي.

1 – مخکې تر دې چې لمر د مغرب لخوا را وخېژي؛ لکه څنګه چې په حديث کې راځي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَابَ قَبْلَ أَنْ تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِ ».[ صحيح مسلم7036] ژباړه: ابوهريره رضی الله عنه فرمايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هر څوک چې مخکې تر راختلو د لمر د مغرب لخوا توبه وکړي الله پاک يې توبه قبلوي.

2 – مخکې تر حالت د زنکدن؛ لکه په حديث کې چې راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرُوعَنِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ، قَالَ : إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَيَقْبَلُ تَوْبَةَ الْعَبْدِ ، مَا لَمْ يُغَرْغِرْ.[سنن ابن ماجه4253] ژباړه: عبدالله بن عمرو رضی الله د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل:
الله پاک د خپل بنده توبه تر هغه وخته پورې قبلوي تر څو چې نفس يې شين غړک ته رسيږي، يعنې تر څو چې د زنکدن حالت ورباندې راځي.

3 – مخکې تر راتللو د عذاب؛ يعنې مخکې تر دې چې د يوې ګناه له کبله دې پر انسان باندې د الله لخوا عذاب راسي، لکه په حديث کې چې راځي:

عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلاَ يُسْتَجَابُ لَكُمْ.[ سنن ترمذي2323]

ژباړه: حذيفه بن اليمان رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما نفس ددۀ په لاس کې دی چې تاسو به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او يا به هم ډېر ژر الله پر تاسو باندې عذاب راوړي، بيا به تاسو دعا کوئ خو دعا به مو نه قبلېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x