شعـــــرونه

د اقصی غم زما او ستا مسؤليت/ حکمت

عبدالرؤف حکمت

لږ را بيدار شه لږه سا واخله
اسلام مو دین دی بل آيين نه راځي
د اقصی غم زما او ستا مسؤلیت
دې لره بل نبي، بل دین نه راځي
په اقصی ننګ د ایمانونو تَلَل
په مونږ له دې نه سخت ناورین نه راځي
چې کلابند اقصی ازاده کاندي
بیا ایوبي صلاح الدین نه راځي

لږ را بيدار شه لږه سا واخله
ته د القدس د آزادۍ ذمه وار
ته د امت هغه وروستۍ هیله يې
ته د اقصی د منارو څوکیدار
تا ځان ورک کړی دی، ځان وپېژنه
تاته دی هر یو مظلوم سترګې په لار
ته د غفلت په مهلک خوب ويده يې
د ماډرنیزم په خوندونو خمار.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x