ټولنیزه برخه

زرپارې«۲۹»مه برخه

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: احمدګل ريان

په دې آينه کې ټول ستا انځورونه دي:
پورتني ليکوال (جان وليم کلاټس، چې د استراليا د سويانو په اړه يې کيسه ليکلې وه (۲۸مه برخه) ليکلي چې د ګلانو يو قسم دی چې نوم يې (Jack in the Pulpoint) دی.

په دې بوټې کې دوه ډوله ګلان وي، نر او ماده. وړې پيالې ته ورته نباتاتي حلقې لري چې په هغو کې ګلان نما کوي او بهر راوځي. د نورو بوټو په څېر د دې بوټې د ګلانو نش و نما هم د نر او ماده د يو ځايوالې نتيجه وي، خو د دې بوټي د نر او ماده يو ځای کيدلو عجيبه او نادره طريقه ده، نر او ماده يې متسقيم نه، بلکې د ډېرې وړې موچۍ په توسط يو ځای کيږي.

د دې بوټې وړې وړې حلقې له پورتني اړخه خلاصې وي او لاندې تنګيږي، يوه وړه موچۍ حلقې ته ننوځي او لاندې حصې ته ځان رسوي، خو په منځ کې بنديږي، ځکه چې له يوې خوا لاندې ساحه تنګه وي او له بلې خوا چې کله موچۍ د نر بوټي حلقې ته دننه شي، د حلقې له پورتنۍ برخې نرمه ماده (موم) خارجيږي او لاندې داخل ته ښويېږي، چې د حلقې ديوالونه ککړوي او له امله يې موچۍ نه شاته تلای شي او نه مخکې لار لري، په دې توګه موچۍ د ځان خلاصولو په هدف يوه او بله خوا ټوپونه وهي او په پايله کې د بوټې تناسلي ذرات د موچۍ په بدن پسې نښلي، کله چې دا کار پوره شي، د حلقې له پورنۍ حصې د موم مادې خروج اتومات بنديږي، ماده سوکه سوکه وچيږي او کلکيږي او موچۍ په کمزورې هڅه بهر ته وځي.

له دې وروسته همدا موچۍ په عين شکل د ماده بوټې حلقې ننوځي، خو د ماده بوټې خاصيت دا دی چې موچۍ بيرته نه پرېږدي او حلقې ته له ننوتلو وروسته د تل لپاره بنديږي او همدلته مړه کيږي. له مرګ وړاندې چې موچۍ د ژوندي پاتې کيدو او ځان خلاصولو وروستۍ هڅه کوي، په دې ټوپونو کې د نر بوټې تناسلي ذرات ماده بوټې ته انتقالوي او په دې ډول د تناسل عمل پوره کيږي.

دا حيرانوونکې ده، چې د نر بوتي حلقه موچۍ ته د داخلېدو لار ورکوي، بيا يې د ننه بندي کوي او وروسته د وتلو موقع ورکوي. د دې په عکس ماده بوټی د داخلېدو اجازه ورکوي، خو د وتلو موقع بيا نه ورکوي. فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.

د مقالې ليکوال له دې کيسې وروسته ليکي:
دا ټول شواهد د الله تعالی پر وجود دلالت نه کوي؟ زمونږ د عقلونو لپاره حتی دا تصور کول ډير سخت دی چې دا نادر او ناولده نظم يوازې اتفاق او تصادف دی، موږ د دې خبرې له منلو انکار نشو کولی چې دا هر څه د يو مستحکم تدبير او کامل قدرت نتيجه ده. (الله يجتلی في عصرالعلم ص: ۵۱)
………………
اينده برخه به د عبدالله بن مبارک په ژوند کې د عجيب انقلاب په هکله وي.

ان شاءالله تعالی
ستاسې د دعا په تمه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x