افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: له طالبانو سره جګړې ته بشپړ چمتووالی لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غویي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، که د سولې خبرې بریالۍ نشي، نو د اعلی سرقومندان په حیث به خپل عسکر له جګړې راونه ګرځوي.

غني د امریکا له «پي بي ایس» تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې‌ د افغانستان د قضیې حل دا دی، چې طالبان د افغانستان د راتلونکي لپاره داسې نظام ویني، چې د ټاکنو په بنسټ رامنځته شوی وي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که طالبان د ټاکنو په بنسټ د نظام جوړېدل ونه مني او د افغانستان قضیه د خبرو له لارې حل نکړي، نو دی به هم خپل عسکر له جګړې راونه ګرځوي «که جګړه دوام کوي، نو زه اعلی سرقومندان یم، زه به خپل عسکر او خپل خلک له جګړې راونه ګرځوم، زه غواړم د خپل هیواد لپاره ومرم؛ خو په واک کې زما هیڅ ګټه نه ده نغښتې.»

نوموړي وړاندې طالبانو ته وړاندیز کړی، چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو او د ښځو حقونو ته احترام وکړي.

غني ددې تر څنګ له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو پریکړه «ستراتيژيکه» بللې، چې دده په خبره، جګړه ساده کوي‌ او د سیمې هیوادونو ته ډاډ ورکوي، چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهاله حضور نه لري.

نوموړی ادعا کوي، چې طالبان د افغانستان په هیڅ سیمه باندې حاکمیت نه لري، او کله چې هم کوم ځای نیسي، هلته ورانی کوي.

غني داسې مهال له طالبانو د جګړې د دوام ګواښ کوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې د هغوی‌ نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

زموږ بدبختی پدی کی ده چی زموږ دهیواد روشنفکر یا لوستی کسان داسی فکر کوی چی زه چی هر څه وایم دا نو باید هرومرو ومنل شی او دپردیو هیوادونو رژیمونه دیکتی او په خپله ټولنه کی تطبیق کړی هغه هم که په ځینو برخو کی داسلام دسپیڅلی دین سره په ټکر کی هم وی خو باید سترګی پری پټی شی مګر دوی یعنی یو مشر هم داسی ونکړل چی هغه دخپل وطن خلک چی ددوی له حکومت څخه مایوسه ګیلامن او ورسره په جنګ کی دی ددوی معقولو او دحق او عدالت دتامین لپاره خپلو خلکو روجوع ونکړه هر… نور لوستل »

PATTANG

سرفرازه سلام علیکم ! سر لوړی اوسې ، ډیر ې ښې خبرې او خقیقتونه دې لیکلی دي ، غني او ډله یې ( محب ، فضلي ، دوا خان او ….) بې استعداده غله دي ، دوی په خارج کې دې دومره پيسو ، عیاشي او زنکبازي چانس نه لاره لکه په وږي افغانستان کې یې چې لري !

غوربندی

TO WHOM IT MAY CONCERNS اشرف غنی د مزدورو وسلوالو قواوو د اعلی سرقوماندان په صفت؛ په وحشي بمباریو/چاپو کې د ملکي تلفاتو د وارثینو له خوا د یو لړ شکایاتو /راپورونو په مټ باید د جنګي جنایاتو نړیوالې محکمې (ICC) ته ور وپېژندل شي. په دې لړ کې د اسلامی امارت محاکم، د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمسیون او سیاسي دفتر مساوي او اساسي رول او مسوولیت اداء کولای شي. دا به په لیرې یا نږدې راتلونکې کې د اشرف غني پر مخ بهر ته د سفر یا تېښتې په مخ کې لوی خنډ ایجاد کړي او بالاخره به… نور لوستل »

افغان

دا که غني وي او که نه، د هر افغان حق ده چې نور د هر غلام او د پنجاب او ګاونډيو هېوادونو مزدورانو په ضد خپل وطن وګټي،داسې نسي کيدای چي نوم د اسلام ور کوي او کار او عمل يي ټول وراني، قتل، مرګ وي او بل او د کفر سره يي بېلګه وي. د طالب هر څه د افغانانو په ضد دي. نور دا ډله که اسلام ګټي که فلسطين او يا کشمير لاره او امکان يي ورته مالوم دي. که پنچاب او عرب د ښه ژوند حق لري افغانان هم هق لري او که حرام وي… نور لوستل »

طوطی

# دی پر تا غنی شی څه چمتوالی لرلای شی هر ورځ کابل کی وژنه، ترور وحشت روان دی، یو دوه کسه لنډغر نشی کنترول کوالی لنډغر درته رد او بد وایی حکومت دی تخریب کوی ته ټپوس طالبان سره په کوم زور چمتوالی ته آماده یی؟ طالبان دی هم لږ سیاست زده کړی، خپلو سیمو کیدې موسیساتو ته، واکسین تعلیم او تربیې ته اجازه ورکړی په مهمو کنفرانسونو او غونډو کیدی برخه واخلی تر څو خود په خود سره غنی منزوی شی او صحنه واقعی په اسلام مینو طالبانو ته آماده شی او خلک یی وغواړی چی راشی نه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x