روغتیا

ایا زیات خوب د روغتیا لپاره زیانمن دی؟ د اعصابو پوهان یې ځواب وایي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غویي، ۱۴۰۰ل): د نیورو ساینسپوهان (عصبي پوه) او څیړونکي وایي چې کافي اندازه خوب زموږ پر روغتیا او هوساینې مثبت اغیز لري، په ظاهره توګه د ژوند بوختیا او طرز زیاتره خوب ستونزمنوي، چې له کبله یې کافي اندازه خوب نه کیږي، په مزاج، تمرکز کولو او نورو وړتیاو باندې منفي اغیز کوي او یو شمېر نورې روغتیایي ستونزې زیږوي.

په عموم کې انسان ډير خوب ته هڅول کیږي، خو ایا ډیر خوب د روغتیا لپاره ګټې لري که زیان؟

د «ساینس الرت» په نوم ویبپاڼې د خوب د څیړنې په هکله له ۲۶ نیوروپوهانو او د خوب څيړونکو څخه پوښتنې کړي، چې ایا ډیر خوب د روغتیا لپاره زیانمن دی؟ ددوی ۸۵ سلنو یې په «نه» ځواب ورکړی دی.

یادې ویبپاڼې د خوب موده او کلینیکي اغیزو ترمنځ د اړیکو یوه ستره مقاله خپره کړې، په مقاله کې د امریکا د بحري طبي څيړنو څانګې او د نیوروپيسولوژي ماهره ډاکټره «لین کالدویل» وایي، د خوب کافي اندازه ۷ ساعته ده، خو که له دې یو ساعت زیات یا کم شي انسان د ناوړه روغتیایي پایلو سره مخ کولی شي.

په دې «ناوړه روغتیایي پایلو» کې ډيرې عامې ناروغۍ شاملې دي، د شکر ناروغي، د زړه ناروغي او چاغوالی. خو د فزیکي فعالیتونو نه شتون سره په خوب کې افراط کول هم د مړینې ډیروالي سره تړاو لري.

ویل کیږي چې دغه معلومات د خلکو د نظارت له لارې راټول شوي چې د خوب کولو بېلا بېلې نمونې لري، او له دې څخه یې د روغتیایي وضعیت ارزونه شوې ده.

که څه هم اوسمهال د خوب د مودې او مړینې ترمنځ د اړیکو هیڅ ډول «تجربه شوي معلومات» نه دي ترلاسه شوي، خو په هاروارد پوهنتون کې د خوب څیړنې ډاکټره «مونیکا هاک» وایي، د معمول خوب موده اوږدول ممکن مثبتې پایلې ولري، د نوموړې په وینا دا په فشار کمولو، په درد احساسولو او د انسولین لپاره ګټور ثابتېدلی شي.

مشاهده شوي معلومات ښيي چې له ۷ ساعتونو ډیر خوب کول د روغتیا منفي پایلو سره تړاو لري. د ستانفورد پوهنتون د خوب څیړنې کارپوه «جیمي زیټزر» وایي، «موږ نه پوهیږو هغه خلک چې زیات خوب کوي ولې باید بدې پايلې ولري».

یو شمېر پوهان په یوه خوله دي چې د زیات خوب له کبله پر روغتیا منفي اغیز ممکن د نورو لاملونو پایله وي، خو تر دې دمه لا دغه لاملونه نه دي روښانه شوي.

د ډیر خوب کولو په اړه اندېښنې ته اړتیا نشته، صحي کس اضافي خوب ته اړتیا نه لري نو هغه که په بستر ویده وي یا ویښ پروت وي، خو پوهان څرګندوي چې د ډیر خوب سره باید انسان فزیکي فعالیتونه لکه ورزش یا منډه وهل ولري.

هر څوک مختلف اندازه خوب ته اړتیا لري، د ستانفورد پوهنتون کارپوهه ډاکټره «ویوان آباد« وایي، «موږ د بالغانو لپاره د ۷-۸ ساعته خوب سپارښتنه کوو، په دې کې د کافي اندازې او د اړتیا سره سم خوب ته اعتبار دی نه زیادت یا کمښت ته».

باید وویل شي چې پوهان د کافي اندازې خوب لپاره د یوه عام کس لپاره په شپه او ورځ کې د ۷-۸ ساعتونو سپارښتنه کوي، ددې سربېره پوهان د ورځې غرمې مهال د یوې شیبې لپاره د قیلولې سپارښتنه هم کوي چې د ګڼ شمېر روغتیایي ستونزو مخنیوی کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

په زړه پورې او ګټور مطلب.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x