
بغلان کې پر روغتون د حکومت بمبار مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غویي، ۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پر یوه خايی روغتون د حکومتي الوتکو بمبار د ناروغانو او ډاکټرانو په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اړولې او د روغتون زیاته برخه یې ویجاړه کړې.
له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند «شهر کهنه» بازار کې پر عمومي کلینیک بمبار شوی، چې له امله یې یو ډاکټر او یو ناروغ وژل شوي او د دوو ډاکټرانو په ګډون اووه تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د راپورونو له مخې، د بمبار له امله د روغتون ودانۍ تخریب شوې او یو امبولاس او ځیني وسایط له منځه تللي.
حکومت که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو پر روغتون هوایي برید داسې مهال دی، چې په تېرو څو اوونیو کې طالبانو د یاد ولایت ګڼې سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې.
حکومت ادعا کوي، چې پر بغلان ولایت د طالبانو له لوري شوي بریدونه یې په شا تمبولي.
دا ناکاره او دشر او فساد آداره چی هر چیری بمبارد او وژنی کوی بیا یی ډیر په سپین سترګی په نورو وراړوی ددی آداری چارواکو او ویاندویانو ته په آینده کی سره له نورو خیانتونو ددوراغ ویلو سزا یعنی ژبی باید تری په عام محضر پری شی تر څو دنورو دعبرت سبب شی
د اسلامي امارت د محاکمو په سرپرستی د ملکي تلفاتو د مخنیوی کمسیون مسوولیت دی تر څو د سیاسي دفتر په مرسته ددغې وحشي/جنګي جنایت تفصیلي راپور تهیه او د ګوډاګی ادارې د قاتلو چارواکو لکه غني، امرالله صالح، محب و غیره نومونو پر ضد یې له خپل لوري یا د مقتولینو د ورثه وو په نوم شکایت د جنګی جنایاتو نړیوالې محکمې (ICC ) ته وسپاري.
په دې کار سره به په راتلونکې کې د نوموړو ګوډاګیو چارواکو پر مخ بهر ته د تېښتې /سفر لارې وتړل شي.
ښه خبره ده د طالب د مشرانو پر مخ خو همدا اوس د سفر لارې تړلی دی خو ګورو به چی هغوی به څه وخت نړیوالی محکمی ته معرفی شی.