شعـــــرونه

لرې خو نه ده/ عمري

عمر عمري

چې د وحشت سېلۍ پر لور د فلسطين راشي
ماته آرمان د ايوبي صلاح الدين راشي

نه به شي بل په کې پيدا إبنِ محمد قاسم
او نه به بيا ځلې يوسف بنِ تاشفين راشي

اقصیٰ به زمونږ وي، لګوو به پرې د شکر سجدې
لرې خو نه ده؛ په ژوندون به داسې حين راشي

بیا به یې وځلېږي شان، شوکت په درسته نړۍ
د تاريخ باب به یې سپېڅلی او زرين راشي

له مقدسې جغرافيې به یې شي ورک منحوسين
پرې به د پاک پروردګار ښکلی آئين راشي

دوی به اُمت ته د ذرې ـ ذرې حساب ورکوي
په کشېدو به محکمې ته خائنين راشي

(عمري) هله د ستا حق اداء کولی شي چې
د ستا په ننګ یې د سر وينې پر جبين راشي

عمر عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x