نظــر

ای د فلسطين شازلميانو!

م. بدر الدین سهار صاحبزاده

ای د فلسطین شازلمیانو!!
په الله قسم، که مو په خپلو مټو زور ونکړ، بهرني مسلمانان به مو داسې یوازې پرېږدي لکه: مونږ افغانان چې یې څلور لسیزې د وحشي دښمن په داړو کې د نه حیوان په څېر پرېښودو.

همدا څلورمه لسیزه ده چې مونږ افغانان یې د اسلام له سختو دښمنانو سره په جنګ تېروو. زمونږ (افغانانو) اسلامي نظام یې له منځه یووړ، په کراتو یې د قرآن، پیغمبر، زمونږ د کلتور او رواج په شمول یې د ټولو ارزښتونو توهین وکړ او تر پښو یې لاندې کړ، کلي، کورونه څه چې مسجدونه او مدرسې مو لا تر اوسه د تعمیر په ارمان دي، خو تر نن ورځې هېڅ یو اسلامي هیواد زمونږ ملاتړ ونکړ، آن تر دې چې تل به یې هڅه کوله؛ ترڅو زمونږ (افغانانو) همدا حقه مبارزه په بېلابېلو شعارونو له منځه یوسي.

په دې چې مونږ، افغانانو د الله پاک څنډه ونیوه، کمزورې او ډنګرې مټې مو فعاله وساتلې، د دښمن پر وړاندې د بنیان مرصوص په څېر محکم ودرېدو او د نصرت تمه او غوښتنه مو یوازې له رب العالمین څخه وکړه؛ دا دی تاسو او ټول نړیوال زمونږ حقیت او غلبه درک کوئ.

هغه وحشیان او جنایتکاران چې د بل انسانیت ته قطعاً قایل نه وو، د جماداتو حیثیت به یې ورکول، نن مو د الله په نصرت په ګونډو کړل، خپل حق مو په زور ترې واخیست او هاغه فرعوني کبرجنې زمزمې مو پکې ورکي کړې.

تاسو که دا فکر کوئ چې کلیوال به مو په کور کې بل اور مړ کړي، خطا یاست؛ کلیوال مو ټول په دې لټه کې دي چې څنګه باید یهود، نصارا، … راضي کړو؟؟
بناء! له هغوی څخه د اسلامي اخوت طمعه کول، لویه تېروتنه ده.

مونږ په ډاګه ویلای شو چې: د هغوی د روانو کړنو پایله به رډبډ یهودیت او نصرانیت وي، د هغوی مسلماني یوازې د کاغذ، ورقې مخ خپل کړی دی، زړونه یې لکه تش بوتلان، خلا پکې له ورایه برېښي.

ای د فلسطین ولسه!
کلونه کلونه تېر شول چې د مسلمانانو لومړۍ قبله (اقصی) او ستاسو د مسکن زړه (د حال په ژبه) د وا معتصما چيغې کوي، د سرونو قربانۍ غواړي، اسلامي، خدایي ساتونکو ته اړتیا لري.

د اقصی قضیه د ټول مسلمه امت، په ځانګړې توګه د فلسطین د ولس لپاره ستر ازمون دی.

که غواړئ چې په دې لوی ازمون کې بریالي شئ، الله او د هغه رسول ومومئ؛ په اقصی غیرت او په ساتنه کې یې همت لنډه لاره ده.

د فلسطین ولسه!
تاسو باید د خپلو نظامیانو ملاتړ وکړئ، تر شا یې کلک ودرېږئ!
له هغوی سره ستاسو مالي، فکري او بدني مرستې نه یوازې ستاسو بلکې د ټول مسلمه امت راتلونکې روښانوي.

ان شاء الله العزیز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

هو ستاسو اسلام خو ټول د افغانانو په قتل جوړ ده، په جوماتونو کې خلک په لمنځه وژنی چې فلسطين هم نسي درسره منلی او عربو خو ستاسو په## بوشکې تخته کوي او مسلمان پې وژني مطلق په اسلام کې بند او نسته، ټول کار او عمل مو د افغانستان په ورانولو او د نورو ګاونډيو هېوادونو خوشحالول دي. بل هیڅ نه لری او نه يي کوی..

دوکتور عبدالله

ماشاء الله بارک الله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x