ټکنالوژي

سامسنګ پر فایو جي ټکنالوژي سمبال تر ټولو ارزانه ځیرک موبایل وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ غویي، ۱۴۰۰ل): د سویلي کوریا ځیرک موبایلونو مشهور شرکت سامسنګ به ډیر ژر پر فایو جي ټکنالوژي سمبال تر ټولو ارزانه ځیرک موبایل بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.

د سامسنګ ګلیکسي A-32 موبایل چې پر فور جي او فایو جي ټکنالوژي سمبال دی وار له مخه معرفي شوی، خو اوس شرکت غواړي ددې سیریز A-22 پنځم نسل هم په کمه بیه وړاندې کړي.

سامسنګ د ای ۳۲ موبایل فایو جي ځیرک موبایل لا دمخه وړاندې کړی چې بیه یې ۲۷۹ امریکایي ډالره ده، خو د ای ۲۲ موبایل بیه به له دې هم کمه وي، چې دا موبایل به په نړۍ کې د پنځم نسل ټکنالوژي سره تر ټولو ارزانه وي.

د یاد موبایل عکسونه او نور توضیحات لیک یا کشف شوي چې یوازې ۱۸۰ امریکایي ډالره بیه به ولري، او ډیر ژر به په اسیایي هېوادونو کې بازار ته وړاندې شي. سامسنګ رسما لا دغه موبایل نه دی معرفي کړی.

Samsung Galaxy A52 will completely repeat the design of its predecessor, but will receive support for 5G | 4You Dialy

د لیک شویو معلوماتو له مخې د A-22 فایو جي ځیرک موبایل به ۶.۴ انچه ډیسپلی ولري او شا خوا ته به یې درې کامرې وي، چې تر ټولو ستره یې ۴۸ میګا پېکسله، پاتې دوه ۵ او ۲ میګا پېکسله دي.

په دې کې به د میډیا ټیک شرکت ډیمینسټي ۷۰۰ پراسیسر شتون ولري چې ریم به یې ۶ جي بي وي. تمه کیږي په دغه موبایل کې به ۵۰۰۰ ملي امپیره بیترۍ وي.

اوسمهال په نړیوال بازار کې پر 5G ټکنالوژي ځینې سمبال موبایلونه شتون لري چې بیې یې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ډالرو ترمنځ دي. په دې کې د ریل مي شرکت (ریل مي ۸) فایو جي موبایل دی چې ۲۳۰ ډالره بیه لري، دغه راز (ون پلس نورډ این ۱۰) فایو جي موبایل تر ۳۰۰ ډالرو بیه لري.

خو د سامسنګ شرکت ګلیکسي ای ۲۲ به شته ټول موبایلونه وروسته پاتې کړي، چې بیه به یې له ۲۰۰ ډالرو کمه او پر پنځم نسل ټکنالوژي سمبال وي.

د سامسنګ لپاره د A سیریز موبایلونو په ۲۰۲۱م کال کې په نړۍ کې تر ټولو زیات بازار کړی، چې ددې شرکت مرکزي فلیګ شیپ د S سیریز او نوټ سیریز موبایلونه یې هم شاته پریښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx