ادبي لیکني

د ناوک کرکټرونه

لیکوال: نصیراحمد احمدي

يو وخت،  يو چا پوښتنه رانه وکړه:
((اوسنۍ پښتو لنډې کيسې څنګه ارزوې؟ ))
ومې ويل:
_تر اوسه لا ډېره لاره راته پاتې ده.
کلونه ووتل ، خو که اوس هم څوک همدا پوښتنه رانه وکړي، ورته وبه وايم:
_تر اوسه لا ډېره لاره راته پاتې ده.
ولي؟ علت يې څه دی؟
تېر کال مې يو وړوکۍ پرينټر واخيست، خو کله چې مې کمپيوټر ته وتاړه، کار يې نه کاوه. لاينونه مې بدل کړل، د پرينټر پر تکمو مې ګوتې ووهلې، خو پاڼه پرينټ نه شوه.
د پرينټر کارتن ته مې پام شو، يوه وړه کتابچه په ګوتو راغله، پاڼې مې واړولې، د پرينټر په اړه هر څه پکې ليکلي و.  رنګه عکسونه، د هرې تکمې وظيفه، د لاينونو د تړلو لارې چارې… ټول واضع ښکارېدل.
پرينټر مې د کتابچې له  لارښونو سره سم له سره وتاړه. پاڼه پرينټ شوه.
هيڅ شی  اتومات نه زده کيږي، هر څه يوه رهنما ته اړتيا لري، يابه يې له يو چا څخه اورې، يا به يې وينې  او يا به يې هم لولې. د لنډې کيسې په اړه هم همداسې ده.
موږ د لنډې کيسې ډېر ليکوالان لرو، ځينو يې پوښتنه  کړې، کتابونه يې لوستي، لاره ورمالومه ده، ښکلې کيسې ليکې، خويو شمېر نورو ته نه د لنډې کيسې تکمې مالومې دي او نه هم په دې پوهيږي چې لاينونه  چېرته وتړي.
دوی نه دي ملامت. ځکه په پښتو ژبه کې د لنډې کيسې د ليکلو د لارو چارو په اړه لږ کتابونه لرو، که ټول سره راټول کړو، تر څلورو، پينځو نه اوړي. که تر دې ډېر هم وي، يا کم چاپ شوي او يا هم هر ځای نه پيداکيږي.
ځکه نو د لنډې کيسې د ليکلو په اړه لا ډېرو مالوماتو ته اړتيا لرو.
دا مالومات له کومه کولی شو؟
دوې لارې شته. يا به د کيسه ليکنې په اړه د بهرنيو ليکوالانو ليکنې را ژباړو او يا به هم په خپله يو څه ليکو.
ښاغلي ناوک هم دې ټکې ته پام کړی، په دې کتاب کې يې هم خپلې تجربې راوستې او هم يې د نورو ليکوالانو نظريات را اخيستي دي.
زموږ ځينې ليکوالان په دې ټينګار کوي چې د ليکنې ژبه بايد ساده وي، خو کله چې د کيسه ليکنې په اړه، په خپله څه ليکې، پيچلي تورې او کلمات کاروي. په دې کتاب کې هم ښاغلي ناوک  د ژبې په ساده والي ټينګار کړی، خو خپله دا خبره يې په عمل کې هم پلې کړېده، دده دا ليکنې په ساده او عام فهمه ژبه دي، فکر نه کوم چې کوم لوستونکی دي داسي کوم ټکی پکې ومومي چې مانا يې  ترې  ورکه وي.
په دې کتاب کې يوه بله مهمه خبره داده چې ليکوال په ځينوموضوعاتو کې خپلې شخصي تجربې ګډې کړې او د کيسې په بڼه يې را اخيستې دي. د بيلګې په توګه،  د تلوسې برخه داسې پيلوي ((په لنډه کيسه کې تلوسه بايدله نومه پيل شي،په پيل کې بايدداسې نوم ورته وټاکوچې لوستونکى مجبورشي کيسه لوستل پيل کړي. زموږ ديوه ملګري ديوې لنډې کيسې نوم(مجرم) و،کله چې په ژوند ادبي بهير کې کره کتنې ته وړاندې کړه.يوچايي په نوم نيوکه وکړه.چې دانونږدې درېيمه حصه کيسه سړي ته بيانوي.خوزماپه اندداله يوې خواښه نوم وو،ځکه لوستونکى مجبورېږي غواړي ځان پوى کړي چې يوه مجرم څه جرم کړى؟څنګه پرې ثبوت شو؟څه به ورسره شوي وي؟ ولې يي جرم کړى؟..))
په ليکنو کې دا ډول تجربې او مثالونه راوړل ، د لوستونکي په ذهن کې تر ډېره پاتې کيږي، لوستونکی فکر کوي چې يو نږدې ملګری يې د کيسه ليکنې په اړه ځينې لارښونې ورته کوي. لوستونکی دا لارښونې د وچو تعريفونو په بڼه نه اوري. په دا ډول بيان کې له زده کړې سره سره يو خوند هم نغښتی وي.
ددې کتاب ډيره برخه په کيسه کې  کرکټر کښنې ته ځانګړې شوېده.  ليکوال د کرکټرونو ټول خصوصيات را اخيستي دي. دی خپل لوستونکي ته کرکټر ور پيژني، د کرکټر په هر اړخ رڼا اچوي او  د کرکټر کښنې په اړه مالومات ورکوي.
ښاغلي ناوک کرکټر کښنه په دومره ساده ژبه بيان کړېده چې ان که څوک په لومړي ځل هم کيسه ليکې، نو د کرکټر کښنې په برخه کې به کومه جدي ستونزه ونه لري.
د ليکوال يو بل کمال دادی چې لومړی د کرکټرونو په جوړښت او خواصو غږېدلی، بيا يې يوه کيسه راوړې او خپلې کړې خبرې يې په عملي توګه، يوه يوه په کيسه کې ښودلې دي. په دې توګه يې لوستونکو ته هر هغه څه بيان کړې دي، چې تر دې دمه يې ويلی و.
ښاغلی ناوک ځوان ليکوال دی، په خپل کم عمر کې يې داسي څه ټولنې ته ورکړيدي چې نوي کيسه ليکوالان ډېر څه ترې زده کولی شي.
ما تر دې دمه ناوک صاحب له نږدې نه دی ليدلی، او نه مې هم تر دې پخوا د ده نورې ليکنې لوستې دي، يواځې د انټرنټ له برکته سره پيژنو، خو د ښاغلي ناوک له دې ليکنو پوه شوم چې خدای ( ج ) ښه استعداد ورکړی او تمه ده چې په راتلونکې کې د کيسه ليکنې په اړه خپلې نورې تجربې هم را سره شريکې کړي.
د ليکوال د لا برياوو په هيله
په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلامونه أو احترام د ناوك صيب استعداد أو طرز فكر مي دير خوش ده صفتونه يي به بورته ليكنه كي شوي دي د دوي د كيسو به ساده توب كي د مختلفو كليوالي لهجو أو مصطلحاتو منز كي به هغو تكيه شوي حي به اخلاقي لحاظ به تفريط كي رازي مثالونه يي كه سوك غواري كله بيا ذكر كرم ناوك صيب دا فكر ونكري جي د يادي لهجي سره جي ما تفريطي ياده كري ده نااشنا يم نه داسي نه ده بلكه به همدي لهجي مي خورا دير كليوال مصطلحات ياد دي جي دير كم يي د ليكلو لباره خوشولاي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x