افغانستان

دولتي عسکرو په فاریاب کې یو جومات او کلینیک ویجاړ کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غوايي، ۱۴۰۰ل): پر ولسي کورونو او عامه تأسیساتو د «ړندو» هوايي بریدونو په ترڅ کې دولتي عسکرو داځل د فاریاب ولایت «خواجه ناموسی» ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال د یو جومات او کلینیک په ګډون ګڼ ولسي کورونه او دوکانونه ویجاړ کړي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو تیره ورځ ماسپښین ۳ بجې د «خواجه ناموسی» مرکز کې پر ولسي کورونو او عامه تأسیساتو درنه بمباري او ورپسې ځمکني بریدونه کړي.

د سرچینو په خبره په دغو بریدونو کې د یو جومات، یو کلینیک په ګډون ۱۰ استوګنیز کورونه او ګڼ دوکانونه ویجاړ شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اووښتي دي.

ددې ترڅنګ د یوې اته کلنې نجلۍ او یو ۱۲ کلن هلک په ګډون ۲ تنه ماشومان هم «شهیدان» شوي هم دي.

دا په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې دویم ځل دی چې دولتي عسکر د هوايي بریدونو پرمهال جوماتونه او کلینیکونه تر هوايي بریدونو لاندې نیسي. نن غرمه مهال هم دولتي الوتکو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «شهر کهنه» سیمه کې یو کلینیک بمبار او په ترڅ کې یې د ۲ ډاکټرانو په ګډون ۸ تنه ولسي وګړي ټپيان شول.

باید وویل شي چې دولتي او کمانډو عسکرو په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د ملکي خلکو په کورونو د تصفیوي عملیاتو په «پلمه» چاپې او شپني عملیات زیات کړي، چې له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ «رواني» ناروغۍ هم پیدا شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

اشرف غنی د مزدورو وسلوالو قواوو د اعلی سرقوماندان په صفت؛ په وحشي بمباریو/چاپو کې د ملکي تلفاتو د وارثینو له خوا د یو لړ شکایاتو /راپورونو په مټ باید د جنګي جنایاتو نړیوالې محکمې (ICC) ته ور وپېژندل شي. په دې لړ کې د اسلامی امارت محاکم، د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمسیون او سیاسي دفتر مساوي او اساسي رول او مسوولیت اداء کولای شي. دا به په لیرې یا نږدې راتلونکې کې د اشرف غني پر مخ بهر ته د سفر یا تېښتې په مخ کې لوی خنډ ایجاد کړي او بالاخره به د راتلونکي باثباته خپلواک افغانستان… نور لوستل »

طوطی

نن سبا یو تازه مطلب دې پاڼه کی ترسترګو نه لیدل کیږی بالخصوص د سولی او هیلمندې په ارتباط. صرف هماغه زاړه خبرونه دی دومره عسکر ووژل شوم او غنی او عبدالله داسی او نور. امید دی چی دا پاڼه تازه او په زړه پوری مطالب خپاره کړی چی لوستونکی یی زیاد شی. اوس خو بیغیر له طوطی، بیانزی، غوزبندی، مجاهد او دوه درې کسه نورو نه فکر نکوم چی دا پاڼه نور څوک ولولی. ستاسو د لا بریا په لور.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x