شعـــــرونه

مظلوم فلسطین/ نظم

مولوي عبدالرشید کامران

اقصی ژړیږي، منارو ته یې سر ټیټی یمه

څومره بې وسه یم نارو ته یې سر ټیټی یمه

کاڼي ته ټیټ شم د ( اعدوا) فرمان زړه ته راشي

تش لاس ته ژاړم، طیارو ته یې سر ټیټی یمه

 

تک ژیړ ګنبد ته د کتلو بیخې تاب نه لرم

سویو آهونو او ځګیرویو ته ځواب نه لرم

کردان هغه دي، خو خاموش یې ایوبي رګونه

او په عربو کې عمر ابن الخطاب نه لرم

 

مسلم شاهان دې له ډالرو څخه پنډې وهي

کافر زمونږه په ناموس باندې ملنډې وهي

چا چې نړۍ ته د ایمان او غیرت درس ورکاوه

دومره بزدل شوو خپل ورور نه ژغوري او منډې وهي

 

د فلسطین ماشومه ژاړي خو جهان ویده دی

ځمکه په سرو وینو رنګینه شوه اسمان ویده دی

یهود د پاکې مسلمانې خور ویښتان کشوي

په عیش کې ډوب دی نن غافله مسلمان ویده دی

 

ای د داؤد د لاس یادګاره، د موسی مقامه!

د سلیمان او ابراهیم خلیل الله مقامه!

د رسولانو خوږ مسکنه، مقدّسې خاورې!

ډېر ملامت یم د امام الانبیاء مقامه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx