شعـــــرونه

له جنګه ګیله/ کاروان

پير محمد کاروان

نه دې ګلاب راوړي، نه د نرګسو ګېډۍ
جنګه بې خونده دې کړو، لکه بې مالګې ډوډۍ

یا وي تعبیر د وینو، یا وي تصویر د کفن
نه شته مزه د غروب، نه هم د سپینې سپوږمۍ

د نفرتونو په سیند، یا د وحشت په ګرداب
ولې دې ډوبه کړله، زمونږ د مینې بېړۍ

د حوا لوڼې وژنې، یه د قابیل بچیه
ولې دې کړه خونړۍ، دا ګلورینه نړۍ

عدل انصاف دې نه شته، جنګه ظالم یې والله
چې په دیوانو د مرګ، وژنې د ژوند ښاپېرۍ

له ماشومانو نه هم، الف او بې هېروې
چې په ببو وېروې، ترې ماشومانې ګوډۍ

په منارو کې اذان، په توغندیو ولې
او مهاجرې دې کړې، له چنارونو مرغۍ

زړه دې هم نه خوږېږي، پر تاندو تاندو نغمو
تېره خنجر دې اېښی، پر سندرمارې مرۍ

سړی به څه ووایي، له دې بې خونده موسم
تارونه پرې د رباب، سوې د زلفو کړۍ

که شوه رنګینه غزل، د ژوند غمګینه غزل
د زړه تارتار غږوم، د سریندې په لیندۍ

مطربه یې د مینې، نغمې د امن وایه
پر الله ځان وسپاره، یه د کاروان شاعرۍ

۸ ثور ۱۴۰۰ هجري شمسي
خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x