افغانستان

کمپاین عسکرو په خوست کې یوځل بیا دوه تنه ولسي وګړي «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ غوايي، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د کمپاین(ضربتي) عسکرو یوځل بیا د ولسي خلکو په کورونو چاپه وهلې او دوه تنه ملکیان یې په «شهادت» رسولي دي.

د سیمې خلک وايي، د کمپاین عسکرو تیره شپه په یقوبیو ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو چاپه وهلې، د زرولي او حافظ فیاض په نومونو دوه تنه ملکیان یې لومړی سخت «ربړولي» او بیا یې د خپلو کورنیو ترمخه په ډزو «شهیدان» کړي دي.

د خلکو په خبره دغه دواړه ملکیان اصلا د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې دا مهال په یعقوبیو ولسوالۍ کې استوګن وو او له هیڅ کومې ډلې سره یې تړاو نه لرلو.

دا لومړی ځل نه دی چې د کمپاین عسکر د چاپې پرمهال ولسي وګړي په خپلو کورونو کې «شهیدانوي» بلکې تردې وړاندې هم یادو ځواکونو په ګڼو ورته عملیاتو کې ولسي وګړي «شهیدان» او ټپيان کړي او هم یې د خلکو مالونه لوټلي او سوځولي دي.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx