
حکمتیار: غني د یوې پریکړه کوونکې شورا په جوړولو موافقه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ غویي، ۱۴۰۰ل): د حزب اسلامي ګوند مشر «انجینر ګلبدین حکمتیار» وایي، په ملي موضوعاتو کې د تصمیم نیولو لپاره اشرف غني د یوې واکمنې شورا په جوړولو موافقه کړې.
حکمتیار له اریانا نیوز تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې غني اته کسیزې دولتي شورا په جوړولو موافقه کړې، چې په ملي مسایلو کې به تصمیم نیولای شي او طالبان به هم پکې ګډون لري.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې اشرف غني، حامد کرزی، محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم او د طالبانو یو غړی ددې شورا د غړو په حیث وړاندیز شوي.
د حکمتیار په خبره، اشرف غني یوه بې طرفه انتقالي حکومت ته د واک سپارلو لپاره چمتو شوی.
دده له قوله «بهرنیان له افغانستانه وځي، اوسنی حکومت په یوه ټولمنلي حکومت باندې بدلېږي، د حکومت عالي شورا جوړېږي، چې طالبان به یې هم غړیتوب لري، د طالبانو بندیان خلاصېږي او د مشرانو نومونه یې له لست څخه وځي.»
د یوې پریکړه کوونکې شورا د جوړېدو هڅې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پایه ښایي د بهرنیانو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.
ورته مهال طالبان د کابل حکومت په رسمیت نه پېژني او اشرف غني بیا ټینګار لري، چې واک یوازې د ټاکنو له لارې لېږدوي.
Both Ghani and Chaplos Yar are 420s
You cannot misguide Talib Jan
You may remember Chaplos Yar Saib that Najeeb used to do the same thing to you. Now, you and Ghani can try with Talib Jan
When Ghani gives you Shinwari Karahi, then you start singing his songs
Where is your own song that you used to sing it in Warsak, Pakhtoonkhwa in the years of 80s
Shame on you
حکومت چی دی شورا ته واک ورکړی بیا نو د جنګ جواز په څه کی دی؟ بیا به طالبان په کوم نوم حتی دا اوس د دی جنګ کوم شرعی جواز نشته طالبان صرف د پاکستان د ملایانو په فتوی جنګیږی هغوی چی ټول د آی اس آی غړی دی. هغوی که درست ملایان وای بیا به یی د ### جوازونه نه ورکول.
تاسى اوس په چا پسخند وهى. اته کسيزه شورا او يو ملاګى د منان نيازى په شان به هم د دى ښوروا غړى وى او چمچه د غنى په لاس کى وى. دا کسان به يو بيطرفه حکومت جوړه وى??? دا کسان چه اوس د دى شورا غړو دى دا شل کاله يى دا ملت درپه دره کړى دى. دغه کسا ټوله د امريکا او اشغالګرو عسکر دى. دوى اوس صلح غواړى او که غواړى خپله غړکه روغه وساتى چه سبا ورځ د جرمونو او ظلمونه چه دغو خاينينو کړى دى معاف او د سپينى کوترى په شان غومبر وکړى.… نور لوستل »
عجبیې مسخرې دي څو پورې چې دا فاسد چپاوګر رژيم جرړی ونه ایستل شی مشکل نه حلیږی همدا به فساد وي او همدا به بې امنی وي او د کفر واک به چلیږي… شورا جوړل که وي چې حد اقل خو بې طرفه وي علماء په حق او باطل پوه دا د قدرت او واک تقسيم دی چې له ګل جمو بل له ناولیی ټلوالې او بل حزب خندق ….