نړۍ

ساینسي څیړنه: دزمزم اوبه دځمکي برمخ ترټولو غوره اوبه دي

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۹) دزمزم اوبه چی ویل کیږي دجنت له نهرونو څخه سرچینه اخلي، دنړی ترټولو بهتریني اوغوره اوبه دي، له نن څخه څه دپاسه څلورلس سوه کاله مخکي دنړي سترلارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه ولسم دزمزم اوبه دځمکی پر سر غوره اوبهتریني اوبه بللی وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی (خیرما‌ء علی وجه الارض ماء زمزم فیه طعام الطعم وشفاء السقم) وقال صلی الله علیه وسلم ماءزمزم لما شرب له، ان شربته تستشفی شفاک الله، وان شربته لشبعک اشبعک الله، وهی هزمة- آی حفرة جبراييل وسقياالله اسماعيل, اي اخرجه الله لسقيا اسماعيل اول الامر.

دا خو هغه وو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم له نن څخه څه دپاسه څلور سوه کاله مخکي دزمزم داوبو دغوره والي اوخالص والي په اړه فرمایلی وو. رابه شو اوسنیو ساینسي څیړنو ته چی اوسنی ساینس پوهان اوعصري ټیکنالوجي دزمزم داوبو په اړه څه وایی.

دمصر دالاسکندریه پوهنتون استاذ او ددغي جامعي ریس وایی له هغو څیړنو څخه وروسته چي مونږ داروپایی ټولنی دڅو تنو ساینس پوهانو په همکاري په دی ورستیو کی دزمزم داوبو دخالصوالي اوښه والي په اړه ترسره کړی دامالومه شوه چی دزمزم اوبه دځمکي پرمخ ترټولو غوره اوبهتریني اوبه دي چي دنړی په هیڅ کونچ اوګوشه کی ددغو اوبو متبادل نه لیدل کیږی.

نوموړي زیاته کړه حتی دغه اوبه دمکي دښار له نورو اوبو سره هم زیات توپیرلري کوم چی دزمزم اوبو ته په ډیره نژدی فاصله کی پرتی دي، دزمزم داوبو هره قطره اوڅاڅکی خالص اوپاک دي، په دغو اوبو کی ځیني داسي مادی اوعناصر شته چی دانسان دصحت لپاره زیات فایده مند دي، دغه اوبه په خپل ترکیب کي ځانته جلا اونادره خاصیت لري چي دځمکی پرسرپه نورو اوبوکی نه لیدل کیږي.

ډاکټر حمدی سیف وویل له څیړنو څخه وروسته ثابته شوه چی دزمزم اوبه داسي اوبه دي چي هیڅ ډول جراثیم په دغو اوبو کی ژوند نه شي کولاي اونه هم ورته ورتلای شي، له دي څخه علاوه څیړنو داهم وښودله چی دزمزم اوبه دډیرو ناروغیو، لکه دګردو، زړه، سترګو، میګرن، اوهمدارنګه دنورو ډیرخطرناکو ناروغیو، اوحتی دهغو ناروغیو لپاره چی تراوسه پوري جدید ساینس دهغوپه علاج اودرملنه کي نه ده توانیدلي دوا اوشفا دی.

دشرق الاوسط په نامه سره عربي ورځپاڼي خبرنشر کړي دی چي په دی وروستیو کی دمصر الاسکندریی دانجینري په پوهنتون کي دزمزم د اوبو په اړه نړیوال تحقیق وشو، چی ورپکی دنړی په پرتله پوهانو برخه اخیستي وه، چي دسعودی عرب دکرنی او اوبو دوزارت استاځو هم وره سره په دی څیړنوکي مرسته کوله.

نوموړی زیاته کړه دڅیړنو پروخت دزمزم پراوبو باندي له نورو تصفیه شویو لکه دبوتلونوتصفیه شوی  اوبو اوغیرتصفیه شویو اوبو باندی یوځای څیړني وشوي، له څیړنو اوتحقیقاتو وروسته مالومه شوه چی دزمزم اوبه دنورو تصفیه شویو اوغیرتصفیه شویو اوبو به پرتله زیات کلشیم اومیګنیشیم مالګي لري.

نوموړی زیاته کړه کله چی دغه دڅیړونکي ډله دغي پایلي ته ورسیده چي دغه اوبه دنورو عامو اوتصفیه شویو اوبو په پرتله زیات کیلشیم اومیګنیشیم لري، ډله نوره هم دحیرانتیا اوتعجب سره مخامخ شوه، ځکه کچیري له نورو عامو اوتصفیه شویو اوبو سره په دغه مقدارسره مالګه، کیلشیم اومیګنیشیم ګډ شي خلګ به ورته دتریوالي له کبله ژبه هم ورته نژدی نه کړي، اودزمزم په اوبو کي خدای داسی یوه مزه اوخوند ایښي دي چي خلګ یی په څښلو اومزه باندي نه مړيږي.

ډاکټر حمدي سیف وویل همدغه وجه ده چي کله ددنیا له هره ګوټه اوکونج څخه حاجیان دحج دمبارکی فریضي داداکولو لپاره دلته راځي هغه ددغواوبو په څښلو سره یوډول خوشحالي احساسوي اوحتی ډیر ضعیف اوکمزوري حاجیان چی کله دزمزم اوبه څښي نو دهغوي ستړیا ختمیږي اودزمزم داوبو په څښلو سره یی بدن نوی طاقت اوتوا نایی حاصلوي.

په اخیر کی ډاکټر حمدی سیف وویل چي د زمزم داوبو په اړه څیړني کونکی ډله پریکړه وکړه اوثابته یی کړه چی دزمزم اوبه خالصي شفافي اوپاکی دی هیڅ ډول ټیکنالوجی او وساییل نه شي کولای چي دغه اوبه نوري خالصي اوتصفیه کړي، ځکه دغه اوبه په خپل ځان کی یو ډول مواد لري چی دهرډول جراثیمو ضد دي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x