افغانستان

د لغمان په علینګار کې یو میاشتنی اوربند پلی شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د طالبانو او کابل حکومت د عسکرو ترمنځ یو میاشتنی اوربند پلی شوی دی.

قومي مشر او د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکي «سرور خادم» امریکا غږ راډیو ته ویلي، ددغه اوربند لپاره د علینګار ولسوالۍ قومي مشرانو او عالمانو د طالبانو او سیمه ییزو چارواکو ترمنځ څو ځلې جرګې کړي، چې له ډیرو هلو ځلو وروسته طالبانو او دولتي چارواکو د غنمو فصل د رېبلو(لو) او ښوونځیو د زده کوونکو د امتحاناتو په ډاډه فضاء کې ترسره کېدو په خاطر اوربند کړی دی.

نوموړی زیاتوي، دغه  اوربند چې دوه ورځې وړاندې(۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل) څخه پیل شوی او د جوزا(غبرګولي) میاشتې تر یو دیرشمې نیټې پورې به دوام کوي، له مخې به یې طالبان او دولتي عسکر په خپلو خپلو ساحو کې پاتې کیږي، یو د بل د سیمو ته به د ورتګ او همدا راز د خپلو پوستو د اکمالاتو هڅه نه کوي، ترڅو کروندګر په آرامه فضاء کې د غنمو رسېدلی فصل وریبي او هم د ښوونځیو امتحانات په ډاډمنه فضاء کې ترسره شي.

که څه هم له دغه توافق وروسته وړمه شپه د علینګار ولسوالۍ په «بدیع آباد» سیمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته رامنځته شوې؛ خو د علینګار ولسوالۍ قومي مشر او د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د اوربند د څارلو د جرګه ګۍ غړي سرور خادم وايي، چې دواړو غاړو سره له اړیکې وروسته هغه ستونزه هم بیرته هواره شوې ده.

د کمکي اختر له درې ورځني اوربند وروسته د اختر په څلورمه ورځ په علینګار کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د یوې ورځې لپاره سخته جګړه وشوه؛ خو اوس ددغه نوې تړون له مخې دواړه لوري پر یو بل بریدونه نه کوي او یوازې خپل مورچلونه ساتي.

د علینګار ولسوالۍ د ځوانانو مسئول جابر الکوزی هم له دغه اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، چې خلک ایله اوس خپلو کارونو ته وزګار شول او زده کوونکي هم په ډاډه زړه ښوونځیو ته تګ راتګ کولای شي.

د لغمان د ولایتي شورا غړی ګلزار سنګروال ددغه اوربند د مثبتو پایلو په هکله وايي، چې د اوربند په دغه موده کې به د غنمو فصلونه ورېبل شي او هم به د ښوونځیو امتحانات په آرامه فضاء کې ترسره شي.

د وحیدالله په نوم د علینګار ولسوالۍ یو کروندګر چې په خپلې کروندې کې په لو(رېبلو) بوخت ؤ، له اوسني اوربند څخه زیاته خوښي څرګندوي او خوښ دی چې له جګړې پرته په سوله ییز ماحول کې خپلې کروندې کې بوخت دی.

په علینګار ولسوالۍ د لاسلیک شوي ۳۴ ورځني اوربند په هکله که څه هم طالب او حکومتي رسمي ویاندویان څه نه وايي؛ خو یوې دولتي سرچینې رسنیو ته دا خبره منلې چې د ولسي خلکو په غوښتنه یې هلته داسې اوربند کړی دی.

د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو د اوربند بشپړ متن پاڼه
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو د اوربند بشپړ متن پاڼه

دا په داسې حال کې ده چې د علینګار څنګلوري علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې بیا له تیرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

د تیرې ورځې په جګړه کې حکومتي چارواکي دا خبره مني چې په علیشنګ ولسوالۍ کې یوې امنیتي پوستې سقوط کړی؛ خو د لغمان ولایتي شورا وکیلان او ځايي خلک بیا وايي چې په علیشنګ ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال د محلي پولیسو پنځو پوستو سقوط کړی او یاد ځواکونه اړ شوي چې له خپلو مورچلونو شاتګ وکړي.

باید وویل شي چې له تیرې څه مودې راهیسې طالبانو په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب حکومتي عسکرو ته جرګې ورلیږلي چې د جګړې او تلفاتو د مخنیوي په خاطر طالبانو ته تسلیم شي او خپل سرونه خوندي کړي د کومې له امله چې په دواړو ولایتونو کې ګڼې پوستې او عسکر له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوي او هغه عسکر چې د طالبانو له دغه وړاندیز څخه یې غاړه غړولې او جګړه یې پیل کړې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

په تیرو ۴۰ ورځو کې د طالبانو ددغو وړاندیزونو له کله لسګونو دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي، چې طالبانو د امن کارتونو، یوه جوړه جامو او لارې کرایې ورکولو سره یوځای بیرته خپلو کورنیو ته لیږلي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته درې میاشتې پاتې دي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د تیرکال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو ښه کار شوی او انشاءالله چی د پنجاب له اداری څخه به دا اصلی طالبان وځی او هیچا ته به اجازه ورنکړی چی د دوی په سیمه کی جنګ او جګړې وکړی همداسی دی ټول افغانستان کی د سیمو په سطح توافقات را منځ شی او محلی ملی اداری دی جوړی شی چی هم د حکومت او هم د تور پنجابی غلامانو ته نور اجازه ورنکړی چی زمونږه خلک ووژنی.

غلام سخی نوزهی

اول خوبه حتمآ دا اوربند ده امیرالمومنین شیخ هیبت الله صاحب له فرمان سره سوی وی الله پاک دی افغانستان کی اسلامی نظام عادل حاکم صلح سره راولی او طوطی وروره الحمدالله تاخو لیک لوست هم زده دی او داسی بی ….نظر لری نه حیران پاته یم ستا فکر ته چی تاسی چیری ژوند کواست

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x