نړۍ

بايډن له نتنياهو د بریدونو کمولو غوښتنه کړې، خو اسرائيل د يرغل او جګړې پر دوام ټينګار کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۳۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو غوښتي، دی هيله لري، چې اسرائيلي عسکر په غزه کې روان بریدونه او عمليات کم کړي.

سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر بايډن د اسرائيلو له لومړي وزير سره پر غزه د روان یرغل د کمولو په اړه خبرې کړي دي.

په تېره يوه اونۍ کې ولسمشر بايډن څلور ځله د اسرائيلو له لومړي وزير سره د روان وضعيت په اړه خبرې کړي دي.

په عين حال کې د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن هم ويلي، ده له خپل اسرائيلي سيال بيني ګانټس څخه غوښتي، چې پر غزه خپل يرغل پای ته ورسوي.

د امريکا د دفاع وزارت «پنټاګون» وياند جان کربي ويلي: «متحده ايالتونه د اسرائيلو د هغه حق ملاتړ کوي، چې له خپل ځان او ولسي اسرائيليانو څخه دفاع کوي.»

بل پلو اسرائيلو د جو بايډن په ځواب کې ويلي، چې دوی لا هم په غزه کې يو شمېر مهم پوځي اهداف لري او بايد د دغو موخو تر لاسه کولو پورې په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

«اسرائيل اليوم» ورځپاڼې ليکلي، چې بنيامين نتنياهو له جو بايډن سره د ټيليفوني خبرو پر مهال ويلي، چې اسرائيلي عسکر غواړي، په غزه کې خپل پاتې پوځي اهداف بشپړ کړي او د دغو اهدافو تر لاسه کولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

نتنياهو په اسرائيلو کې د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو سره هم د خبرو پر مهال ويلي، چې هېواد به يې د راتلونکې جګړې د مخنيوي لپاره په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

نوموړي د بهرنيو هېوادونو له سفیرانو سره تر خبرو وروسته خپل ولس ته د وينا پر مهال وويل، چې دا جګړه يې د خپل ولس د خونديتوب په موخه پيل کړې ده او د ټاکل شوو اهدافو د تر لاسه کولو پورې به دوام وکړي.

د اسرائيلو لومړي وزير ويلي، دا به ستونزمنه وي، چې د اوربند لپاره سر له اوسه وخت وټاکي.

د اسرائيلي يرغلګرو دغه مشر ادعا کوي، چې غزه کې يې پوځي اهداف په نښه کړي، خو د یرغلګرو الوتکې له هر ډول توپير پرته پر ملکي کورونو، روغتونونو او عامو تاسيساتو بمبارۍ کوي او ډېری قربانيان يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د بایدن او نیتاهو کتنی او دا دول خبره بیل کلینټن هغه سفر او خبره رایاده کړه چه اسراییلو کی کله کله داسی مجلسونه یا کنفرانسونه جوړیږی چه د اسراییلو لوړ رتبه مقامات ورته راغواړی دغه مجلس ته د امریکا د هغه وخت جمهور ریس بیل کلنټن هم ورغوښتی وو ، کلینتن چه اسراییلی ټوپۍ یی په سر وه خپل نوبت خبرو کی وویل چه زه نه پوهیږم چه د امریکا او اسراییلو اړیکی څرنګه تمثیل کړم یوه یی تنه او بل یی سر یا ماغزه دی مګر په دی نه پوهیږم چه کوم یو سر او کوم یو یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx