
افغانستان
هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ ملکیان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ملکي خلکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لر تر لږه د ۱۱ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
سیمه ییز چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د نادعلي ولسوالۍ ناقل آباد څخه یو شمېر ملکیانو غوښتل د سراچې موټر په وسیله لښکرګاه ښار ته ولاړ شي، چې د بشران سیمه کې ورباندې چاودنه وشوه.
په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي او موټر هم زیانمن شوی دی.
ویل کیږي چې د پېښې ټول قربانیان د نادعلي ولسوالۍ د نوروزو کلي اوسېدونکي وو.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د مرکز لښکرګاه درېیمې امنیتي حوزې اړوند «لوا» سیمه کې د دولتي الوتکو هوايي برید له امله ۲ ماشومان «شهیدان» او د دوو میرمنو په ګډون ۳ تنه نور ټپیان شوي وو.