نړۍ

حماس: امريکا د اسرائيلي يرغلګرو د ژغورلو هڅې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۳۰ غویي، ۱۴۰۰ل): فلسطين کې حماس جهادي غورځنګ وايي، مصر، قطر او يو شمېر نور هېوادونه د جګړې کمولو لپاره هلې ځلې کوي، خو د امريکا ولسمشر جو بايډن د اسرائيلو د ژغورلو هڅې کوي.

د حماس د سياسي دفتر غړی حسام بدران وايي، امريکا پوهه شوې، چې اسرائيل له سخت حالت سره مخ دي او له همدې امله غواړي، چې روانه جګړه د اسرائيلو په ګټه پای ته ورسوي.

حسام بدران له الجزيرې ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، د امريکا اداره د فلسطينيانو د وينې ژغورلو په موخه هېڅ ګام نه اخلي، خو کله، چې د اسرائيلو ماتې او ستونزمن حالت باوري شي، دغه مهال بيا د اوربند لپاره هلې ځلې کوي او اوس هم غواړي، چې اسرائيل له روان ستونزمن حالته وباسي.

د حماس دغه مشر ويلي، دوی پر نړيوالې ټولنې باور نه شي کولی؛ ځکه دغه ټولنه د اسرائيلو د يرغل پر مهال پټه خوله وي او پرېکړه به د جګړې په ډګر کې د فلسطينيانو د ځواک او عمل له مخې کيږي.

دی وايي، ټول فلسطينيان په دې پوهيږي، چې د بريا لپاره شرط دا دی، چې پرېکړه بايد د دوی په لاس کې وي، نه د دښمن په لاس کې.

دا په داسې حال کې، چې د امريکا ولسمشر پر غزه د اسرائيلي يرغلګرو د برید له پيله د اسرائيلو ملاتړ کړی او پر غزه روان یرغل يې د اسرائيلو «مشروع حق» بللی و، خو له تېرو څو ورځو راهيسې د اسرائيلو د ملاتړ سربېره د اوربند غوښتنه کوي او په عين حال کې يې له اسرائيلو غوښتي، چې خپل بریدونه کم کړي او روانه شخړه پای ته ورسوي.

دا لومړی ځل دی، چې د فلسطين جهادي ډلو د اسرائيلي يرغل پر وړاندې بې ساري مقاومت کړی او له تېرو څو ورځو راهيسې يې د سختو محاصرو او ستونزمنو حالاتو سربېره د اسرائيلو پر ګڼو ښارونو له ۲۰۰۰ زيات توغنديز بریدونه کړي دي.

د غزې له خاورې پر اسرائيلو له توغندیزو بریدونو وروسته اسرائيليان د منډې په حال کې

ګڼ شمېر عبري يهودي رسنۍ وايي، چې د اسرائيلو صهيوني خوب نه رښتيا کيږي، د حماس، حرکة الجهاد او عامو فلسطينيانو مقاومت يې بې ساري بللی دی.

ګڼو يهودي کارپوهانو ويلي، که اسرائيل له روان وضعيته عبرت وانخلي، ښايي د اسرائيلو روان نظام له ړنګېدو سره مخ شي.

له تېرو مقاومتونو سره د اوسني مقاومت توپير

د عربي چارو کارپوه او لندن مېشتی فلسطيني ژورنالېست عبدالباري عطوان وايي، له تېرو څو کلونو راهيسې فلسطينيانو درې ځله د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو پر وړاندې متفاوت مقاومتونه کړي دي.

د ښاغلي عطوان په وينا لومړنی مقاومت په ۱۹۸۷ کال کې يوازې په ډبرو پيل شوی و، دوهم مقاومت په ۲۰۰۰ کال کې په ډبرو او کلاشينکوف پيل شو او اوسنی درېيم مقاومت د ډبرو او کلاشينکوف سربېره پر پرمختللو توغنديو سره پيل شوی دی.

د عربي چارو کارپوه او لندن مېشتی فلسطيني ژورنالېست عبدالباري عطوان

ښاغلي عطوان زياته کړې، چې د فلسطینيانو د همدې مقاومت له امله د صهيوني يهودانو خوبونه اوبو وړي دي او اسرائيل له سولې، ثبات او ډاډمن ژوند څخه محروم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx