ورزش

د اسیایي جام کرکټ سیالۍ یو وار بیا وځنډېدې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د اسیایي جام کرکټ سیالۍ چې ټاکل شوې وې سږکال په سریلانکا کې ترسره شي د کرونا ویروس له کبله نامعلوم وخت ته وځنډیدې.

د سریلانکا کرکټ بورډ اجراییه رییس اشلي دي سیلوا ویلي، «د روان وضعیت له امله به دا ممکن نه وي چې سږکال جون میاشت کې سیالۍ ترسره شي».

ټاکل شوې وه د اسیا جام سیالۍ د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر میاشت کې ترسره شي، چې د کرونا وبا له کبله د ۲۰۲۱م کال جون میاشت ته انتقال شوې، خو اوس د کوویډ-۱۹ ناروغۍ روان وضعیت نامعلوم وخت ته وځنډولې.

دا سیالۍ به د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلادیش، افغانستان او مالیزیا کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تر دې مهاله د اسیا کرکټ شورا لخوا د یادو سیالیو لغوه یا ځنډېدو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.

ویل کیږي چې د اسیا جام سیالۍ ممکن د ۲۰۲۳م د پنځوس اوریز نړیوال جام څخه وروسته ترسره شي، ځکه چې زیاتره لوبډلو لا دمخه د راتلونکو دوه کلونو لپاره خپل مهالویش ټاکلی دی.

په سریلانکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي، چې دغه هېواد د لسو ورځو لپاره په هوایي تګ راتګ او داسې نور یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام کرکټ سیالۍ له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې په عربي اماراتو کې ترسره شوې، چې هند بنګلادیش ته د پنځوس اوریز سیریز په پایلوبه کې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه جام یې په خپل نوم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x