افغانستان

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې ۳۷ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له تیرو څو ورځو راهیسې کلابند ۳۷ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو له تیرو ورځو راهیسې د جلریز ولسوالۍ پر مرکز د کلابندۍ کړۍ تنګه کړې او قدم په د ولسوالۍ مقام لورته د پرمختګ په حال کې دي.

د سرچینې په خبره نن مازدیګر د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د درې قومندانانو په ګډون ۳۷ هغه دولتي عسکر او پولیس چې په دوو کورونو کې کلابند وو، له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي.

ویل کیږي چې طالبان دامهال د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ شاوخوا سنګرونو کې ناست دي او د لوډ سپیکرونو له لارې په کلابندو پولیسو د تسلیمۍ غږونه کوي.

په ورته مهال یو شمېر قومي مشران هڅه کوي چې د خبرو له لارې د جګړې مخه ونیسي او کلابند عسکر له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شي.

دا په داسې حال کې ده دوه اونۍ وړاندې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو لخوا نیول شوې او تراوسه د هغوی په اختیار کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx