افغانستان

غور کې چاودنې څلور ولسي‌ وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غوايي، ۱۴۰۰ل):  د غور ولایت په مرکز «فیروزکوه» ښار کې د ولسي‌ وګړو پر لېږدوونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د غور امنیه قومنداني وايي، ددې ولایت د مرکز «فیروز کوه» ښار اړوند «خارستان» سیمه کې د سوارلۍ پر یوه موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودلی، چې له امله یې یوه ښځه، د هغې خاوند او دوه ماشومان یې وژل شوي.

که څه هم تر دې دمه د یادو شوې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی، خو تېره ورځ هم د فیروز کوه ښار په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین څلور ولسي وګړي وژلي وو او وړمه ورځ بیا درې نور کسان د غور-هرات پر لویه لار وژل شوي‌ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x