د سولې طرحې

په اوسنۍ مرحله کې د امریکا پالیسي – کانګریس ته د خلیلزاد د وینا په رڼا کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): دوه ورځې وړاندي پر ۱۸ مئي د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کانګریس کې په یوه علني استجوابیه غونډه کې را څرګند شو، چیري چې نوموړي په اوسنۍ مرحله کې د امریکا پر پالیسي رڼا واچوله او همداسي يې د کانګریس د غړو پوښتنو ته جوابونه وویل.

لاندي تاسو د غونډې د جریان چې زیاته برخه یې پښتو ته ترجمه شوې، لوستلای شئ او ویډیو هم په وروستۍ برخه کې د لا زیاتو معلوماتو لپاره مل ده:
————–

په پیل کی د کمیټې مشر وايي:

امریکا افغانستان ته د دوه اهدافو لپاره تللې:

۱- القاعده ته ماتې ورکول

۲- د القاعده له لوري بیا په افغانستان کې را ټولېدل او امریکا ته خطر متوجه کول.

په وینا یې دا دواړه اهداف تر لاسه شوي دي.

ځکه هم ما د ولسمشر د پریکړي ملاتړ وکړ، خو زه پوهیږم چې ددې پریکړي سره ځیني خطرونه هم سته. خو مونږ دغه خطرونه باید وارزوو.

طالبان په افغانستان کې یو واقعیت دی چې باید تعامل ورسره وسي، او دا تعامل باید نظامي نه بلکې سیاسي وي.

مونږ باید د القاعدې په اړه د طالبانو ژمنې وګورو چې هغوی څومره ورته ژمن پاتي کیږي.

خو ځیني اندېښنې شته چې هغه اندېښنې په بشري حقونو پوري اړه لري لکه د ښځو حقوق، بیان ازادي وغیره.. خو دا چلینجونه داسي نه دي چې د امریکا پوځ یې باید مخه ونیسي بلکې دا سیاسي او دیپلوماتیک حل او هڅې غواړي.


خلیلزاد: تر ښه راغلاست وروسته..

بایډن دا پریکړه کړې چې د افغانستان څخه ځواکونه باسي چې تر ۱۱ سپتمبر به دا پروسه بشپړه شي. زه به تاسو ته د خپلو سفرونو او ملاقاتونو په اړه معلومات درکړم..

مونږ اوس د ځواکونو د ایستلو په وخت کې یوې نوې مرحلې ته داخل سوي یو. ددغې مرحلې لپاره زمونږ اهداف په لاندي ډول دي:

۱- خپل ځواکونه د افغانستان څخه په امن ایستل او افغان ځواکونه په داسي حالت کې پرېښودل چې خپله دفاع له ځانه څخه وکړای شي.

۲- په افغانستان کې یوې داسي سیاسي جوړجاړي ته لاره هوارول چې اوږده جګړه پای ته ورسوي او په زور د حکومت نیولو څخه مخنیوی وشي.

۳- افغانستان له دغسي حالت ژغورل چې د تروریزم مرکز وګرځي، زمونږ او زمونږ د ایتلافیانو امنیت ته ګواښ جوړ کړي.

۴- سیمه ییزه همکاري تشویقول، په شمول د اړیکو، تجارت، اقتصادي پرمختګ، تر څو د سولې پر لور بدلون اسانه سي او سیمه ییز هیوادونه هم د سولې وروسته د افغانستان په پرمختګ کې رول ولري.

۵- د تروریزم پر ضد د سیمه ییزو هیوادونو سره همکاري زیاتول، د څارنې او چټک غبرګون د وړتیاو تقویه کول.

۶- د منځنۍ اسیا، افغانستان او جنوبي اسیا تر منځ اقتصادي حرکت، تجارت او پرمختیایی چارو ته وده ورکول.

———

طاالبان اوس وخت کې د دوو مختلفو راتلونکو په اړه اختیار لري:

د مذاکراتي پروسې پر اساس د سولې پر لور حرکت او د یوه نظامي حرکت څخه د یوه سیاسي حرکت پر لور قدم اخیستل، تر څو دوی هم د یوه داسي دولت برخه وګرځي چې په نړیواله ټولنه کې يې احترام کیږي.

خو که دوی د نظامي لاري د دواک نیولو کوشش وکړي، نو دوی به د انزوا سره مخ سي، په سیمه ییزه او نړیواله کچه به د اعتراض/غبرګون سره مخ سي او بندیزونه به باندي ولګوي. زمونږ او زمونږ د ایتلافي ملګرو کومک به د افغان ځواکونو سره جریان ولري.

مونږ د قطر څخه منندوی یو چې د مذاکراتو میلمه پالنه کوي، مونږ د ملګرو ملتونو سره له نیژدو کار کوو تر څو ددوی رول زیات کړو او د دوی د تجربو څخه کار واخلو، خصوصا د اوربند او پروسې د ډیزاین په برخه کې ددوی تجربې ګټوري دي.

مونږ د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر هڅو ته هرکلی وایو چې غواړي په استانبول کې د لوړي کچې مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

اړخونه باید پر یو نیژدې ممکن نیټې باندي امادګي وښيي او زمونږ تمه داده چې دوی د واقعي وړاندیزونو سره اماده راسي.

فرصتونه موجود دي، نړیوال غواړي چې کومک وکړي، د افغان حکومت او طالبانو مشران باید دغه تاریخي فرصت ضایع کیدو مخه ونیسي.

پاکستان مهم رول لوبولای سي، مونږ د پاکستان د مشرانو سره په تماس کې یو، پر هغوی فشار واردوو تر څو پر طالبانو د خپل نفوذ څخه استفاده وکړي، هغوی د تشدد څخه را وګرځوي او د سولې پروسه تقویه کړي.

فکر کوم پاکستان دا درک کوي چې په افغانستان کې اوږده جګړه ددوی په ګټه نه ده.

لکه تاسو چې پوهیږئ، مونږ د افغانستان څخه خپل ځواکونو ایستل پیل کړي دي، د خپلو ایتلافایانو او د ناټو د ملګرو سره یو ځای، تر اوسه د انخلا په دوران کې کومه د یادونې وړ پيښه نه ده را منځته شوې، او همدا زمونږ تمه هم ده. خو بیا هم مونږ تیاری نیولی، که چیري برید وسو، مونږ به سخت جواب ورکوو او دا مو ټولو ته واضحه کړې.

مونږ د خپلو هغو سیمه ییزو او نړیوالو ملګرو سره یو ځای کار کوو چې ټول د افغانستان په سولې او پرمختګ کې خپل مصلحت ویني.

مونږ په دې وروستیو کې د روس، چین، پاکستان او په جلا توګه د اروپايي ملګرو سره ناستې وکړي او مشترکې قوي اعلامیې مو نشر کړې په کوم کې چې د افغانستان دواړو اړخونو ته بلنه ورکول سوې چې د جګړې څخه دي لاس واخلي او په ګډه دي په جدیت سره کار وکړي.

مونږ دا څرګنده کړې چې د مذاکراتو او تیروبیر په نتیجه کې (نه د جګړې په نتیجه کې) جوړ شوی افغان حکومت زمونږ کومک، ملاتړ او دوه اړخیزو اړیکو څخه برخمن کیدای سي.

د کانګریس په ملاتړ مونږ به د افغانستان سره په امنیتي برخه کې ډیرو کومکونو ته ادامه ورکړو، زمونږ ایتلافیان او د ناټو ملګري هیوادونه همداسي د افغانستان، ولس، دولتي بنسټونو او امنیت تر څنګ ولاړ دي.

مونږ د زرګونو هغو افغانانو د امنیت په اړه اندېښنې اورو، نن می هم واوریدې، چې په تیرو شلو کلونو کې يې زمونږ د دیپلوماټانو او عسکرو تر څنګ کار کړی دی.

لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر بلینکن څرګنده کړه، مونږ په جدي توګه لګیا یو چې د هغو کسانو لپاره چې ژوند یې په خطر کی دی، پاملرنه زیاته کړو. خو مونږ په ورته وخت کې باید حالات ډیر بد فرض نه کړو.

زمونږ هدف باید داسي افغانستان وي چېري چې د هیواد ټول وګړي په امن او سوله کې ژوند وکړای سي.

ښه ګمان دا دی، هغه افغانان چې تعلیم یې کړی او مهارتونه یې زده کړي، هغوی به د سوله ییز افغانستان د اقتصاد د ملا تیر حیثیت ولري.

ددغسي کسانو د حفاظت لپاره باید قوي ګامونه واخیستل سي، او ددغسي کسانو په ارزښت اعتراف وسي او د هر قسم انتقامي کړونو څخه وژغورل سي.

دا به د طالبانو سره زمونږ د خبرو او سولې مذاکراتو کې اساسي برخه وي.

مونږ به د اقلیتونو او د ښځو لاسته راوړنو پر ساتنې باندي ټینګار وکړو، چې په هغو کې په روانو مذاکراتو کې ددوی عملي ګډون او په ټولنه او سیاست کې د دوی ګډون هم شامل دی.

پر دغه اړخ باندي ما په ډیر جدیت کار کړی دی، کله چې سفیر وم او همداسي خپل په اوسنۍ وظیفه کې، په هیڅ توګه باید هغه لوی پرمختګونه ضایع نسی چې تر لاسه سوي دي.

طالبان باید پوهه سي چې د نن ورځې افغانستان د شلو کالو مخکې افغانستان نه دی، ډیر بدل سوی دی.

مونږ د ترویز سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوي له سره تنظیم کوو تر څو په سیمه کې امکانات وساتو او د خپلو ملګرو هیوادونو سره له نیژدې همکاري وکړو.

موږ د سیمه ایزو همکارانو سره د همکارۍ لا پراختیا لپاره فرصتونو ته وده ورکوو څوک چې زموږ سره مشترکې اندیښنې لري او همکارۍ ته چمتو دي.

مونږ به د طالبانو سره د هغوی پر هغو ژمنو محاسبه کوو چې د القاعدې، داعش او بلې هر تروریستي ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره پر مونږ باندي د بریدونو لپاره وکاروي.

په یاد ولرئ چې د «مارک فیریک» خلاصون او خوندي راتګ څوک چې د کال ۲۰۲۰ څخه برمته سوی دی، زمونږ او د بهرنیو چارو وزیر بلینکن لپاره ډیر مهم دی. بلینکن د هغه خوندي راتګ په سیمه کې د ټولو هم منصبو سره بحث کړی دی. ما هم د طالبانو سره په خپلو ناستو کې د هغه د خلاصون غوشتنه کړې ده.

زه غواړم لږ وخت واخلم او په کابل کې د انجونو یوه مکتب ته نیژدې د برید په ترڅ کې پر غټې قربانۍ اعتراف وکړم. دا یو ډیر زړه بوږنونکی برید وو، داسی ښکاري چې داعش یې مسؤولیت درلود، خو بیا هم جګړه او روانه ګډوډي دغه سي بریدونو ته لاره هواروي.

باید تکررا کړو او فکر کوم مهمه ده چې په یاد ولرو، امریکا چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره څه کړي دي، هغه یو بې مثله کار وو، او وجه یې ښه نیت او نیک اهداف وه.

زمونږ نارینه او ښځینه وو په خپلو نظامي جامو کې ژوند قرباني کړ او په زرګونه نور اوس په جسدي او نورو عیوبو باندي د خپل نظامي خدمت له وجې مبتلا دي، مونږ د خپلې ټولنې څخه ډیر لیري د یوې ټولنې پر پرمختګ باندي ډیر زیات کوشش وکړ.

صرف له دې وجې نه چې تروریستانو هلته د ۱۱ سپتمبر پيښې پلان کړې، بلکې له دې وجې هم چې مونږ د ملیونونو ښځو او انجونو تکلیفونو ته پاملرنه وکړه. یوه شاته تلونکې ټولنه چې اوس یې پرمختګ کړی او د ژوند لپاره یې یو بنسټ را منځته کړی. او همداسي د هغو نژادي او دیني اقلیتونو په اړه چې او د هغې سخت دریځۍ له وجې چې اوس په سولې بدل سوی.

مونږ غواړو چې زمونږ پانګې او زمونږ قربانۍ د پام وړ وګرځي.

که مونږ په راتلونکو میاشتو کې په مناسب ډول پر مخ ولاړ سو، فکر کوم چې دا به ممکن وي.

خو په اخیر کې، ټولې چاري طبعا بیرته افغانانو ته ور ګرځي چې د خپلو فرصتونو څخه استفاده کوي او کنه.

زمونږ ځواکونو خپل هیواد ته د راتګ مستحق دي، او افغانان د خپلو ملګرو هیوادونو په کومک او تشویق د پرمختګ فرصت موندلو مستحق دي.

پوښتنې او جوابونه:

مشر: راځئ دا واضحه کړو، ایا تاسو د طالبانو سره په دې اړه مذاکرات کړي دي چې د القاعدې سره به لاري جلا کوی او کنه؟

خلیلزاد: زمونږ تړون په ځانګړي ډول اشاره کوي چې طالبان به نه ځای وکوي، نه به روزنې ته اجازه ورکوي، نه به بسپنې را ټولو ته اجازه ورکوي او نه به تروریستي ډلو ته د را ټولیدو اجازه ورکوي، د القاعده په شمول. کوم چې به د امریکا او د هغوی ایتلافیانو ته د خطر ګواښ را منځته کوي.

مشر: نو د دغو ژمنو په اړه طالبانو څه کړي دي؟ ایا دوی خپلو ژمنو باندي وفا کړې ده کنه؟

خلیلزاد: زه چې په دغه ناسته کې څه ویلای سم، دومره دي چې دوی په دغه برخه کې د خپلو ژمنو په اړه ډیر پرمختګ کړی او متعهد پاته سوي دي. خو مونږ د نورو اقداماتو غوښتنه هم ځیني لرو.

مشر: دغه اندېښنې چې تاسو دلته واوریدی او زه یې هم لرم. په امریکا او نورو ځایونو کې داسي اندېښنې سته چې په افغانستان کې ټولنیزي او سیاسي لاسته راوړنې به لمنځه ولاړي سي که چیري طالبان د امریکایانو د وتلو وروسته په خپلو ژمنو وفا ونه کړي او بیا حکومت ونیسي.

زما پوښتنه ده: ایا تاسو د طالبانو د راتلونکو پلانونو په اړه زمونږ سره یو څه شریکولای سئ؟ ایا دوی به مشارکتي حکومت کې ګډون وکړي او کنه؟ یا د ښځو، انجونو او اقلیتونو د حقوقو په اړه ددوی نظر څه دی؟ ایا دوی له سره بدل سوي دي او که هغسي دي لکه څرنګه چې شل کاله مخکې وه؟

خلیلزاد: مونږ ستاسو اندېښنې درک کوو، طالبان ښه پوهیږي چې ددغو موضوعاتو په اړه به ددوی چلند دا څرګندوي چې دوی به د راتلونکي حکومت برخه ګرځي او یا ایا افغانستان به د نړیوالې ټولنې څخه کومکونه تر لاسه کوي او کنه. چې طالبان یې غواړي.

دوی وایی چې مونږ په نړیواله سطحه عادي اړیکې غواړو، د تورلیستونو او بندیزونو څخه لیري کیدل غواړو، او غواړو چې منزوي نه یو. دوی وایی چې مونږ به د افغانستان تاریخي ابداتو ساتنه کوو. که څه هم مونږ پوهیږو چې دوی چې تیر ځل په واک کې وه، د بودا تمثال یې ونړاوه.

دوی وایی چې افغان میرمني حقوقو لري، سیاست کې ګډون کولای سي، په تعلیم او کار په برخه کې هم.  مونږ باید باید وګورو. ددوی څرګندونې خو دا را ښيي چې دوی بدل سوي دي، مونږ باید اقوال نه مونږ به ددوی افعالو ته ګورو. که جوړ جاړی وسو، او دوی د راتلونکي حکومت برخه وګرځېدل چې بیا دوی څرنګه چلند کوي.

دوی ته واضحه سوې چې زمونږ راتلونکي مرستې او زمونږ راتلونکي اړیکي به د هغه پر اساس وي چې دوی یې کوي کله چې د راتلونکي حکومت برخه وګرځي.

د کانګریس غړي ماکویل پوښتنې:

ماته داسي ښکاري چې دوی (طالبانو) د افغانستان په شمال او جنوب کې پسرلني عملیات اعلان کړي دي، او د دولتي ځواکونو قرارګاوي يې په نښه کړي، حتی په کندهار کې يې زمونږ قرارګاه هم تر برید لاندي نیولې او د انجونو مدرسې ته یې انفجار ورکړی دی. ایا دا ټول سم دي؟

خلیلزاد:

دا ټولې خبري چې ما واوریدې، زه د ځینو سره موافقه نسم کولای.

فکر نه کوم چې دوی به مدرسې ته انفجار ورکړی وی، داسي وړاندوینه سوې چې دا کار به د داعش وي څوک چې غواړي د سولې پر لور خنډونه رامنځته کړي. او طالبان د داعش پر خلاف په قوي توګه جنګیدلې چې دا یو مثبته خبره ده.

د پسرلني عملیاتو په اړه، هو تاوتریخوالی ډیر زیات سوی او دوی د اختر په مناسبت اوربند هم اعلان کړی وو چې اوس ختم سوی دی چې دا یو مثبته خبره وه او حکومت هم ورسره بدرګه کړی وو.

د مذاکراتو په اړه. ددوی مشر یا د طالبانو سیاسي دفتر د مقابل اړخ د ټیم سره په اختر کې ولیدل او دوی په راتلونکو ورځو کې مذاکرات بیا پیلوي.

——

د افغان ځواکونو او بلیونونو ډالرو کومکونو په اړه د خلیلزاد جواب:

دا خبره سمه نه ده چې افغان ځواکونه به سمدستي لمنځه ولاړ سي، افغان ځواکونه ډیر محبوبیت لري، هغوی په اړه طالبانو هم ویلي چې مونږ یې لمنځه وړل نه غواړو.
مونږ به یې ملاتړ ته ادامه ورکوو.. تر څو افغانانو وکولای سي چې خپل اوسنی حالت وساتي. مونږ به د قراردیانو او نورو په اړه خپل اپشنونه په افغانستان او بهر کې وګورو.

یوه بله خبره چې طالبان اوږده جګړه نه غواړي، که چیري دوی په زور د واک نیولو هڅه وکړي، نو په افغانستان کې به اوږده جګړه را منځته سي، افغان ځواکونه به یې پر خلاف وجنګیږي او همداسي نور افغانان، او دلته به نور سیمه ییز هیوادونه به هم د مختلفو قوتونو ملاتړ وکړي. دوی وایی چې مونږ دا نه غواړو او یوازي سیاسي جوړ جاړی د اوږدې جګړه مخنیوی کولای سي.

او بله خبره داده چې طالبان غواړي چې ومنل سي، منزوي نه وي، لستونه ختم سي، د ملګرو ملتونو او زمونږ. نو دوی ته یوه لویه پریکړه ور له غاړي ده چې کومې خوا تګ غواړي؟ چې د افغانستان او ددوی لپاره به یې تاثیرات ډیر لوی وي.

د یوې بلې پوښتنې په جواب کې:

دا خبره غلطه ده، زه ورسره موافق نه یم چې افغان ځواکونه به ډیر ژر لمنځه ولاړ سي، هغوی ډیر قوي دي. مونږ یې په اړه اندېښنه نه لرو.
زمونږ لویه اندېښنه داده چې اوس افغانان دوه اپشنونه لري. د سولې لاره او یا اوږده جګړه.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x