نظــر

په افغانستان کې د جګړې نوی شکل

نصیب ځدراڼ

افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې جنګ روان دی. کله روسان یرغل وکړي، ځینې وخت کورنۍ جګړه پیل شي، کله ناټو برید وکړي، کله مختلفي ډلې یا ملېشې سره راپورته کېږي. خو د کوم وخت راهیسې چې د طالبانو او امریکا د تر منځ خبرې پیل شوي جنګ یو بل ډول شکل غوره کړی دی.

د کال ۲۰۱۹ د اکتوبر په میاشت کې یو سیاسي شخصیت او د سولې فعال انجینر نظر محمد مطمین باندې په کابل کې برید وشو. هغه وویل چې د پېښې په ځای کې یې له ولاړو پولیسو څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو دوی هېڅ غوږ ونه ګراوۀ. د نومبر په میاشت کې د مطمین بل ملګری وحید مژده په یوه برید کې ووژل شو.له دي وروسته کابل کې د سیاسي مشرانو،د سولې فعالانو یا پیژندل شویو څیرو ترور پیل شو او د جمیعت اصلاح مشر دوکتور عاطف،استاد او څیړونکی عبدالباقی امین اور مفتي نعمان فضلي په شمول لسګونه کسان ترور شول.دي حال ته په کتلو ډیری سیاسي مشرانو او د سولې فعالانو کابل پریښود او د سولې یا د حکومت مخالف غږونه خاموشه شول.

د کال ۲۰۲۰ د نومبر په میاشت کې پر کابل پوهنتون برید وشو. په برید کې ۲۲ زده کړیالان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول. د ملي اردو او ملي امنیت عسکرو پوهنتون محاصره کړ. سهار کله چې خبریالان د برید ځای ته ورغلل، دوی د طالبانو بیرغ او شعارونه ولیدل چې “د افغانستان د اسلامي امارت زنده باد” په دېوالونو لیکل شوي (داسي مخکې هېڅکله نه وو پېښ شوي) یوه ډله خلک چې کاغذي پوسټر او بینرونه ورسره وو په کومو چې د دوحې د تړون او د طالبانو پر ضد شعارونه لیکل شوي وو، له پوهنتون سره د باندي ولاړ وو او د طالبانو خلاف شعارونه یې ورکول. حکومت د دغه برید پړه پر طالبانو واچوله او طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل.

څه موده وروسته د عادل پنجشېري په مشرۍ د داعش ډله د ننګرهار اچین ولسوالۍ څخه ونیول شوه. په نیول شویو کسانو کې ابو سعید اعظم، حضرت علي او حمزه خراساني هم شامل وو. دوی پر پوهنتون د برید اعتراف وکړ او دا یې هم وویل چې د قانون څانګه یې ځکه په نښه کړې چې دلته محصلین قاضیان او وکیلان کېږي چې وروسته د دوی پر وړاندې د محکمې د کارونو برخه ګرځېدلی شي. د کابل یوې محکمې عادل پنجشېري ته د مرګ سزا ورکړه او نور مجرمین یې په ۲۵ کلونو بند محکوم کړل.
خو دا پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي چې که برید داعش کړی و نو پوهنتون ته د طالبانو بیرغ چا وړی ؤ او چا په دېوالونو د طالبانو شعارونه لیکلي وو؟ چا شپه په شپه د دوحې د تړون او د طالبان په ضد بینرونه جوړ کړل؟

په مارچ ۲۰۲۱ کې جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې وسله والو د انعکاس تلویزیون په دوو ښځینه کارکوونکو ډزې کړي او دواړه یې ځای پر ځای و وژلې. له وژنې نیم ساعت وروسته د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پر خپل فېسبوک د برید کوونکي عکس نشر کړ او ویې ویل برید ګر طالب دی “قاري بصیر” نومېږي. خلکو په انځور نیوکې پیل کړې چې که برید ګر قاري بصیر وي نو انځور د ورځې په وخت اخیستل شوی او دغه وژنې ماښام مهال شوې وې. د قاري بصیر لاسونه یې په دوسمال ورته تړلي وو او په خندا ولاړ و، د والي ویاند خپل پوسټ ړنګ کړ.دویمه ورځ د داعش ډلې د دي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.خو دا تر اوسه نه ده معلومه چې قاري بصیر څوک و او اوس چېرته دی.په نیم ساعت کې یې څنګه د قتل اعتراف وکړ؟ که برید د ماښام شوی ؤ نو دی ولي د ورځې او څنګه نیول شوی ؤ؟

په مې ۲۰۲۱ د کورنیو چارو وزارت د ویاند معاون حمید روشان په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د پينځو کسانو یوه ډله نیول شوې ده چې د برېښنا پایې یې الوځولې، وزارت داخله د پینځو کسانو انځورونه هم نشر کړل چې په دي پیښه کې یې لاس لرلو. په بله ورځ د اشرف غني معاون امرالله صالح په خپل ټوېټر ولیکل چې هېڅ څوک د برېښنا د ستنو ویجاړولو په جرم کې نه دی نیول شوی.اوس دا روښانه نه ده چې د چا وینا سمه ده او څوک دروغجن دي؟ که د کورنیو چارو وزارت دا کسان نیولي وو نو امر الله صالح ولې اعلان وکړ چې په دي تړاو څوک نه دي نیول شوی؟ او که نیول شوي وو نو هغه کسان څوک وو او اوس څه شول؟

زما په اند د دې کالم په پیل کې یادې شوې پېښې او سوالونه ښیي چې دا کړنې څو مقاصد لري.
اول: دا په قطر کې روانو د مذاکراتو د پروسې د ناکامۍ لپاره دا کړنې روانې دي، یا که خبرې ناکامې هم نه شي نو لږ تر لږ د نړیوالې ټولنې ته په دي قناعت ورکړل شي چې طالبان لا هم د لوړو زده کړو مخالف دي، دوی په زده کوونکو، خبریالانو، ښځینه کارکونکو او سیاسي مشرانو بریدونه کوي او دا چې دوی د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ مخالف دی ځکه د برېښنا د پایو، سړکونو او ښوونځیو په ویجاړولو کې هم لاس لري.

دویم: د دي لاري افغان ولس ته یو خاموش پیغام ورکول کېږي چې که په راتلونکي کې طالبان په هر شکل واک ته رسېږي، نو دوی به د پرمختګ پر وړاندې خنډ وي ترڅو عامو خلکو په ذهنو کې له طالبانو څخه کرکه پیدا شي.

دریم: د کابل په اوسنۍ اداره کې ډیر داسې خلک شته چې جنګسالاران او جنایت کاران دي خو په زور واک ته رسیدلي، که دا اداره ختمه شي او یو داسې حکومت را منځ ته شي چې واقعتاً د افغان ولس نماینده وي نو دوی به واک د لاسه ورکړي او ممکن عدالت ته کش شي یا وطن پریښودلو ته مجبور شي نو دوی په هیڅ صورت نه غواړي چې د مذاکرات کامیاب شي او دوی خپلې چوکۍ د لاسه ورکړي.ممکن د دي بریدونو تر شا
دا خلک لاس ولري.

څلورم: نړۍ ته دا ښودل کېږي چې د طالبانو سربېره په افغانستان کې د داعش په نوم یو بل قوي تنظیم هم شته چې د سیمه‌ییزې او د نړۍ سولې لپاره جدي ګواښ دی، نو له همدې امله د ناټو ځواکونه باید د وتلو پرېکړه پرېږدي. ‏دا خواهش د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب له (CBS) تلوېزيون سره په تازه مرکه کې څرګند کړ او ویې ویل “دوى دا غوره بلله چې امريکايي ځواکونه زيات کلونه وروسته له هېواده ووځي، داسې مهال چې افغان هوايي ځواک ټولې هغه وړتياوې چې اړتيا ورته ولري ترلاسه کړې وي او هر څه برابر وي.

په داسې حال کې چې د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ خبرې منجمدې دي. له یوې خوا طالبان خپل شرایط لري، بل حکومتي ټیم چې له مختلفو ډلو لکه د دوستم، شیعه هزاره عطا نور، اشرف غني،کرزي، او د شمالي ټلوالې نه جوړ دی، د دوی سوچ ملي نه دی بلکې هر یو ځانګړي اهداف او ګټې په نظر کې لري.

خو تر ټولو خطرناکه لوبه د داعش یا د داعش د نوم په استعمال بریدونه دي جګړې ته یې نوی شکل ورکړی، داسې ښکاري چې د داعش ډله چې ننګرهار او کونړ کې یې ماته خوړلې وه او پاشل شوې وه،اوس حکومت کې ځینې داسې کړۍ شته چې د دوی د نوم په استعمال سره خپل اهداف تر لاسه کول غواړي، جګړه پېچلې شوې ده. مګر هغه څه چې هر څوک یې اندېښمن کړي د افغانستان راتلونکی دی. د دې ځواب لپاره به د بین الافغاني مذاکراتو نتیجې او د جنګ د نوي شکل پایلې ته انتظار شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx