ټولنیزه برخه

د پروفایل  له مخې، د شخصیت پېژندنه!

تميم تکل

یادونه: دا ډېره ساده ده او موږ یې هم تشخیص کولای شو، یو کس وي چې په کلونو کلونو یې هماغه یو انځور وي او هېڅ یې نه بدلوي. بل ګورې چې په ورځ کې یو یو انځور بدلوي او یو بل وي چې تل د لمر، سپوږمۍ او ستوري انځورونه پورته کوي، یو بل وي چې یا موټر یا د ماشوم انځور ږدي او یا داسې نور چې پېژندل یې آسانه دي. په دغې لیکنه کې د پروفایل انځور له مخې ځينې شخصیتونه معرفي شوي دي.
ـــــــ

د پروفایل انځور!
کله چې موږ ته یو څوک په فېسبوک کې بلنه رالېږي یا دا چې موږ یې په اړه پلټنه کوو یا څوک له موږ نه غوښتنه کوي چې یو چا ته بلنه ولېږو؛ نو لومړی کار چې موږ یې کوو هغه د یاد شوي کس د پروفایل انځور کتل او وزن کول دي.

هو! پروفایل انځور که اصلي وي یا مستعار د یوه کس دروني شخصیت او راز ښکاره کوي. د امریکا د پنسیلوانیا پوهنتون (University of Pennsylvania) له خوا په شپېته زره ۶۰۰۰۰ کسانو باندې څېړنه او تحقیق شوی چې د هر انځور ځان ځانته ماناوې دي.

۱ – که د پروفایل انځور له څنگ نه اخیستل شوی و او د مخ یوه برخه ښکارېده یا یې څنگ ښکارېده یا زوم شوی و یا د مخ کاسه وه بس؛ نو دی به:
– با وجدانه او مسؤولیت پېژندونکی وي.
– له سیاست، نظم، قانون او مدیریت شویو برنامو سره یې مینه وي.
– دی چې څنگه و او څنگه دی هماغسې فېسبوک کې هم ځان ښکاره کوي.
– ساده گي یې خوښه وي.
– که یو څوک ورته ولیکي چې ماشاء الله، په گوتو دې برکت، ډېر ښایسته او … دی بیا من من غوښه اخلي(شته داسې کسان چې ۵۰ یا ۱۰۰ کامنټونه ورته وشي هم په کیسه کې یې نه وي.)
ــــ
۲ – که یې له خپلو ملگرو، کلیوالو، ورونو یا خپلوانو سره گډ انځور اخیستلی و او هغه یې پروفایل کې ایښی و بیا:
– دوی شاوخوا چاپېریال ته هم متوجه وي او ویښ خلک گاڼه شي.
– دغه خلک د انځور کیفیت پسې هم نه گرځي، همدا چې د خوښې وړ خلک یې په کې ښکاره کېږي هم دوی ته کافي ده.
– دغه خلک زیاتره په یوه غشي څو څو هدفونه نښه کوي.داسې مشترک انځورونو کې ډېر اهداف لري چې دا یې د اجتماعي شخصیت مثبت اړخ دی.
– دغه خلک ډېر له تفریح، سیاحت او چکرونو سره جوړ وي.باید چې هر کس دغسې وي، که نور نه وي په اوونۍ کې دې یو ځل چېرته په چکر لاړ شي.
ـــــ
۳ – که یې رنگه او شوخ بگرونډ انتخاب کړی و بیا:
– دوی خپلو پروفایلونو ته هغه انځورونه پورته کوي چې هغه ځوان یا دی خپله د خندا او موسکا په حال کې وي.
– په دغه انځور کې مهم شی د کس خندا یا تبسم نه؛ بلکې مثبته انرژي ده چې د فېسبوک کارونکی یې ترلاسه کوي. او دغه انرژي لومړی مخاطب ته لېږدوي.
– دغه ډول خلک مینه لري چې له نورو سره همکاري او مرسته وکړي.دغه حس په کې څپې وهي.
– دغه خلک له ټولنې سره هارموني او تعادل کې وي.
ــــــــ

۴ – که یې تور او سپین پروفایل انځور انتخاب کړی و:
– دغه خلک روښانه رنگونو سره چندان نه دي جوړ.
– دوی له عاطفي بحثونو او احساساتي بیانونو سره هم لېوالتیا نه لري.
– له بده مرغه دغه رنگ په شخص کې د ناراحتۍ، خپگان، تشویش او منفي احساساتو څرگندونه کوي.
ـــــــ
۵ – هغه چې د ماشوم انځور، د ونو انځور، د بوټو یا کاڼو انځور او په ټوله کې د رسامیو او نقاشیو انځور چې عموماً هنر باله شي، که دا ډول انځور یې لگولی وي بیا :
– دغه خلک روښانه گڼل کېږي چې له تضاد او تناقض څخه خوند اخلي.
– دوی ډېر ځله کمال په دغو تضادونو کې ویني.
– دوی څېره پټه کړې وي، کله یو نیم پوسټ کې چې د اختر ورځ وي یا څه بل مناسبت وي خپل انځور هم اپلوډ کوي؛ خو په ټوله کې یې انځور نه شته او نه وي؛ مگر پيغامونه او مفاهیم لا هماغسې نورو ته رسوي او لېږدوي.
– دغه خلک یو پټ درد لري چې هغه یې همېش ځوروي.دغه درد به د ټولنیزو اصولو له مخې یا منفي وي یا مثبت یوه خبره ده.
– ذکاوت یې ښه وي او مینه لري چې له نویو تجاربو او سپارښتنو برخمن شي.
ـــــ
۶ – هغه کسان چې د شا له خوا انځور اخلي، مطلب مخ یې نه ښکاري، د یوې ونې، یوه غره، یوه گل، یوه باغ، یوه دېوال او یا سیند څنگ ته ناست وي او بل چا یې د شا له طرف نه انځور اخیستی وي، مخ یې بلې خوا وي او شا یې کامرې لور ته، دغه خلک دې پورته (۵) نمبر وگوري.

لنډه دا چې د خپل پروفایل په انتخاب کې باید دقیق و اوسو، او مقابل لوری هم باید دومره درک او وړتیا ولري چې په محض پروفایل لیدلو سره د یوه شخص لوری او دروني رنگ مالوم کاندي.
مینه او درنښت

م. تمیم «تکل»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx