نړۍ

د فلسطین مقاومتي ډلو او اسرائيلي یرغلګرو اوربند وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غوايي، ۱۴۰۰ل):د فلسطيني مقاومتي ډلو او د اسرائيلي يرغلګرو حکومت ويلي، چې دوه اړخيزه او بې قيد او شرطه اوربند ته يې غاړه اېښې ده.

په فلسطين کې د «حماس جهادي غورځنګ» او «حرکة الجهاد الاسلامي» ويندويانو الجزيرې ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، د مصر په منځګړيتوب يې له اسرائيلي یرغلګرو سره د اوربند هوکړه کړې، چې د تېرې شپې پر ځايي وخت دوه بجې پيل شو.

د فلسطين مقاومتي ډلې وايي، دا اوربند د فلسطينيانو لپاره ستره بريا ده او دوی به ورته ژمن پاتې کيږي.

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر وايي، د کابيني غړو له فلسطيني مقاومتي ډلو سره اوربند تاييد کړی دی.

دا اوربند د مصري حکومت په منځګړيتوب پيل شو.

الجزيره ټلویزون وايي، مصري لوړپوړي چارواکي، چې د خبرو منځګړيتوب يې کاو، د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ته خبر ورکړی، چې اوربند به د جمعې په شپه دوه بجې پيليږي.

مصري رسنۍ وايي، ولسمشر عبدالفتاح سيسي د اوربند د عملي کولو په موخه يو پلاوی اسرائيلو او بل غزې ته لېږي، چې د اوربند بهير له نږدې وڅاري.

د حماس پوځي څانګې «کتائب القسام» وياند ويلي، چې دوی د عربي دولتونو په منځګړيتوب اوربند ته غاړه ايېښې او پر اسرائيلي يرغلګرو يې توغنديز بریدونه درولي دي.

د حماس د بهرنيو اړيکو مسؤول اسامه حمدان هم ويلي، چې د اوربند هوکړه د فلسطيني مقاومتي ډلو لپاره بریا ده او ټینګار يې کړی، که اسرائيلي يرغلګر له اوربنده سرغړونه وکړي، دوی به يې غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.

د اوربند له اعلان وروسته د غزې، لويديځې تړانګې او د فلسطين په نورو ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو او دا اوربند يې د اسرائيلو ماتې او د فلسطينيانو بریا وبلله.

پر غزه د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو او بمباريو له امله ۲۳۲ فلسطينيان شهيدان شوي، چې ۳۹ په کې ښځې او ۶۹ يې ماشومان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه کار وشو الله دی ټول مسلمانان نور له جنګ او وژلو وژغوری او هغوی چی سوله نکوی او د جنګ لاره یی خپله کړې الله دی هغوی تباه و مردار کړی که طالبان وی او که نور. افغانستان کیدی جنګی ګروپونه له حد اقل له یهود وشرمیږی ولی بر عکس دوی خپل مسلمان خلک وژنی. د روژې مبارکه میاشت کی دوی داسی ظلمونه او وژنی وکړی چی په والله که هیڅ کفر هسی کړی وی.

غلام سخی نوزهی

اللهم انصر مجاهدین الله پاک دی شهادتونه تکلیفونه خپل درگاه کی قبول کی والله چی شه خوندور جواب یه ورکی

طوطی

حماس اوربند بریا بولی. آدم خان ته یی وویل چی # کیدې ونه شنه شوې، هغه ځواب ورکړ چی خیر دی تر سیوری لاندی به یی کینم. د فلسطینیانو یی ورباندی بیخ وویست ټول یی # سره برابر کړل دوی ورته بریا وایی.

ترين

کافر او مسلمان خو اوربند وکړ اوس به دی وطن کې مسلمان او مسلمان څه کوی؟ دغسی به د یو بل سرونه وهی ؟

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx