افغانستان

میدان وردګ: د ۱۵۰ عسکرو په تسلیمېدو سره طالبانو د جلریز ولسوالي ونیوله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ مقام، امنیه قومنداني او ټول دولتي تأسیسات وروسته له هغه د طالبانو لاسونو ته ولوېدل چې هلته کلابند لسګونه عسکر له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې د جلریز ولسوالۍ مرکز نن سهار تر خپلې ولکې لاندې راوستلې، ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي او په زیاته پیمانه وسلې او مهمات یې هم لاس ته ورغلي دي.

له بل پلوه په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو یوې سیمه ییزې سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي، چې تیره شپه یې د جلریز ولسوالۍ د ملي امنیت ودانۍ له نیولو وروسته د امنیه قومندانۍ په ودانۍ د کلابندۍ کړۍ راتنګه کړې او نن سهار په داسې حال کې چې په پاتې عسکرو یې د برید تابیا نیوله، هلته موجود ۱۵۰ مسلح عسکر او پولیس له خپلو ټولو وسائلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د یادې ولسوالۍ د دوو دفاعي پوستو ۳۷ تنه عسکر له درې قومندانانو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي وو.

د ولسوالیو د نیولو په لړ کې دا په تیرو دوه ورځو کې دویمه ولسوالي ده چې طالبان یې په نیولو بریالي کیږي، پرون د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي هم طالبانو له یوې لنډې نښتې وروسته ونیوله او د هغې ترڅنګ د علیشنګ ولسوالۍ په مرکز هم درنه جګړه روانه وه.

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو لخوا نیول شوې او تراوسه د هغوی په اختیار کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

28 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

فتح مبارك
ګوډاګیانو د بین الافغانی مذاکراتو فرصت ته په سپکه سترګه وکتل

طوطی

غوربندیه: تاسی خلک چور او چپاول ته زمینه برابره وی د نرخ ولسوالی هم څو ورځی مخکی طالبانو ونیوله د پاکستانیو میلشو په مرسته او ټوله چور او بالاخره ویجاړه شوه. هر څومره چی دا وطن ویجاړیږی تاسی د آی اس ای غلامان ورته خوشحالی کوی. د قطر د دفتر غم وخوری چی نن سبا ممکن هغه له لاسه ولاړ شی چی د نړی په سطح منزوی نشی.

غوربندی

د سنټکام مامورصاحب

قرارداد دې په خلاصېدو دی،، بیا دې نر بولم دلته زهر وپاشې،،

تور سپین

ايا دا خرابى تر هغه ډيره ده چه د غنى ګلبشرى د افغانستان څخه د ډالرى بنچى و ايستلى او همداسى دغه خارجى دوتابعته لوړرتبه د ارګ مامورين د افغانستان په سطح چه په ميلونونه ډالر معاشات تر لاسه کوىاو په خارجى حسابو کى جمع کيږى. وزير د مالى وايي چه روزانه د دولت د عايداتو څخه 7 الى 8 ميليونه ډالره په شخصى جيبو ته لويږى. ايا دا غلاوى طالبانو کوى .د صحت عامى څخه د تنفس کمکى الي غلا سوى او د پيښور په بازاو کى خرڅى سوى ايا داکار کم ځاى طالبانو وکړى. امريکايانو کندهار کى د… نور لوستل »

طاهر ثابت

آمریکایی مزدوران به بیا ورته راسی او دخلکو په قتل او قتال به بیا پیل وکړی. نو تعمیر مهم دی او دخلکو ساتنه؟
مزدوران به هرڅه وایی. سر مه پسی ګرځوه. خواشینی دی. ځای ځینی ورک دی. بادارانو یی اشغالخانو ته اچولی.

Adam Khan
CONGRATULATIONS AND BEST WISHES TALIB JAN
TORRI WAHA BARAI BA MOMI
KA BARAI NA WE TALIB TAL JANAT TA ZEENAH
طوطی

Adam Khan:
# # ## don’t plant the seeds of hostility amongst the Afghans. If you are not forbidden, you should write in your mother tongue (Pashto) so that everyone can understand

Adam Khan

We love you Tooti Saib

I am glad you are not in a coma and I can tell from your words that you are shivering only

Trust me you will be ok soon INSHALLAH

We love you so much

طوطی

خو د نرخ د ولسوالی په سرنوشت به دا ولسوالی هم ګرفتاره شی او ویجاړه به شی. ګټه یی چا ته رسیږی؟

ورک ځاځی

الله اکبر… ملګرو داسی وایئ چی آذادی شوی دی.لاس ته ورتلل یا ولکی لاندی راتلل صحیح ادبیات ندی.

طوطی

ورک ته: ورک شی داسی ووایی چی د چور زمینه یی برابره کړه لکه هغه نور ځایونه یی چی چور کړل.

Adam Khan

TOOTI GUL LOOK LIKE A ##, THE WAY HE WRITES

Adam Khan

You are correct Zazai Saib

Nunn.Asia should be using the word AZAD and they should also use the word – Talib Ghazian

الحاج استاذ بیانزی

هو، ځآځی صاحب زه هم ستاسی نظر تاییدوم

Adam Khan

Sallam Tooti

Where are you man? I hope you are not in coma

غوربندی

Adam khan lala
Tooti still does not know difference between language and tongue

He may also call moon as month

Adam Khan

MANNANH GHORBANDI SAIB

You can tell from his words that Tooti Gul is shivering a lot and his brain does not function properly
In his case “YAW TARAF TA DANG DI AW BAL TARAF TA PRANG

ALLAH DI BARYALAI SATAH

مجاهد

ha ha ha ….

طوطی

Hey son of Mullah: I think your mother was an English # as you don’t know how to write Pashto. First try to know your mother tong, then come and speak with me

دوکتور غروال

افسوس د مونږ وحشی حال باندی چی د اجنبیو په تشویق ئي مونږ د خپلو مینځو وژلو ته اړ باسلی یو او بیا د اجنبیو د ګټو لپاره په داسی وحشیانه وژلو باندی ویاړنه هم کوم ، تر څو چی د اجنبیو له خوا دا روزل شوی وحشیان ( د کابل او طالبان ) موجود وی نو افغان ملت به نه ارامی پیداکړۍ شی او نه به مستقله ازادی او نه به د افغانستان استقلال ولری !!!! ای ددواړو خوا افغانانو د خالصو با غیرته افغانانو خواص او اخلاق خپل کړۍ او دیو تاریخی نامداره افغانستان مینه او محبت د… نور لوستل »

طاهر ثابت

که نشنلیان نوای اوس به پښتونستان آزاد وو.
پښتون په دین او ناموس باندی جنګیدلی. هندوان یی مسلمان کړی. افسوس نشنلیان هندوانو ته تسلیم سول او بیا یی دپښتنو په سر له انګریزه، روسه، او هند نه جیبونه ډګ کړل.
پښتون جنګیالی دی او غروال یی وحشی بولی. دپردو مزدوری به دپاچا خان تمدن وی خو د پښتون تمدن ندی.

دوکتور غروال

شورویان د با غروره ملت په ستره قربانی د افغانستان خاوری څخه وشړل شول او کمونیستی غلامان یو تعداد غربی نړی ته ولاړل او څه د پنجابی پاکستان ساختګی تنظیمونو سره یو ځای شول او څه د ساختګیو دیموکراتو سره او ځینی د ساختګیو طالبانو سره متحد شول او پنجابی پاکستان ، انګلیس او امریکا د ملت جهاد په خپلو راپیداکړشوو تنظیمونو نام باندی تمام کړ او اوس هم کوشش کیږی چی د ملت جهاد د یرغلګرو مقابل کښی د طالبانو په نام تمام کړی ، اجنبیان یرغلګر غواړی چی دا رنګارنګ تربیه شوی غلامان د صلحی شعار لاندی سره… نور لوستل »

طاهر ثابت

ته څنګه ډاکتر یی چی دخبری سر او لکی دی سره ګډوډ دی. څومره ګنګس کس یی غرواله؟ هم دافغانانو جنګ تاییدوی او هم دجنګ مشران بدناموی. آخر دا څوک دی چه هم یی شوروی مات کړ او هم غربی ځناوران؟ بیا هم همدی غیورو افغانانو ته وحشی وایاست. لیږ خو خپله لیکنه ووایاست. ایا یو ډاکتر داسی اپلتی او ګډی وډی باید ولیکی؟ که میډیکل ډاکتر یی خدای دی ستا له ګنګستیا مریض انسان وژغوری. زه دچارسدی دلډرانو نه خبر یم او دشوروی داشغال په وخت کی ددوی مزدوری راته ښه مالومه وه. هغه افغانانو چه دافغانستان دآزادی او… نور لوستل »

دوکتور غروال

د ما دوکتورا ارزیابی نه توان لری او نه دومره پوه خدای درکړی دی پس د خپلی محدودی پوهی سره خپل نظر د افغان په حیث نوشته کوه که افغانیت لږ څه درته پاتی شوۍ وی ! که د ستا په شان ډیر ځلی کوشش هم وکړۍ شی چی د ظالمو شورویانو او ددوی غلامانو وحشت له کبله د ظالمو امریکا او انګلیس د ## منافق خلیلزاد په حیث د خاص نمائينده د پنجابی پاکستان په ملاتړ د افغان مهاجرینو او ددوی اولادونو د موجود حالت څخه ظالمانه ګټه د راتلوونکیو شومو اهدافو لپاره کارول شوی دی او افغان غیرتی… نور لوستل »

Karwan

غرواله، چټي اپلتي وائي او ډير # انسان ئي. # دي ستا په غربي مفکوره وي. ګرځه په اطريش کي ###!! کاروان

دوکتور غروال

## کاروانه ، بلی شکرد کاروان په شان د غلامی او وژلو لیونۍ نه یم ،## دی وی د ستا اود ستا کاروان په پنجابی پاکستان قیدانی زده کړو او # دی وی د ستا او ستا کاروان د افغانستان د خرڅولو هڅو باندی !!!!!

ترين

څو ورځې به یې وساتئ؟

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا پاڼی څخه زما د ورورۍ یوه جدی هیله ! کنځل به څو ډوله دی یو هغه چه ښکاره کنځل وی او بل هغه چه په ګډو وډو ویلو د نورو لهحقیقت ډکی لیکنی او تبصری کمرنګه کول تر اصلی کنځلو زیات کنځل دی. د نن ټکی اسیا چلونکی ورونه د دی پاڼی په تبصرو کی هغه ښکاره کنځلو باندی چلیپا راکاږی ( دغه کار د کنځلو کمییت او منفی کیفیت نور هم پورته کوی مثال هغه د (( خره یا غویی )) به نوم کنځل کړی وی په هغه ( خر یا غویی ) چلیپا راکښل… نور لوستل »

Back to top button
28
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx