افغانستان

میدان وردګ: طالبانو اته اربکیان وژلي دي

نن ټکی آسیا(شنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): د میدان وردګ ولایت مرکز ته څېرمه د طالبانو له لوري د اربکیانو په پوسته باندې د برید په وخت اته اربکیان وژل شوي او ګڼ نورټپیان دي.
د میدان وردګ سیمه ایز چارواکي هم برید مني او وايي چې لسګونو طالبانو تېره شپه په سنګ شاه سیمه کې د اربکیانو په پوسته برید کړی دی چې دوی يې له تلفاتو ناخبري وښووده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې د دوی ملګرو تېره شپه یوه بجه په سنګ شاه سیمه کې د اربکیانو په پوسته برید کړی دی او په یوساعته جګړه کې يې پوسته بشپړه تر واک لاندې کړې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: «مجاهدينو په پوسته کې ۱ راکټ لانچر، ۱ پيکا او ګڼ نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړي دي.»
دا په داسې حال کې دی چې د سنګ شاه سیمې اوسېدونکي له یادو اربکیانو ډېر په تنګ شوي و. د سیمې د اوسېدونکو له قوله دوی څوځله تر ولایته هم تللي او والي ته يې ويلي هم دي، چې په مرکز کې اربکیانو ته اړتیا نشته باید د سیمې امنیت نور ځواکونه وساتي. دوی وايي چې د دولت له لوري داربکیانو د پیداکولو لومړۍ موخه دا ده چې خلک په خپل منځي جګړو کې ښکېل کړي او دوی پکې د ملت وینې وزبېښي.
د چارو د شنونکو له قوله د طالبانو له لوري پرلپسې د اربکي د پروسې شنډول هم دا په ډاګه کوي چې ولس  له اربکیانو ځورېږي او د طالب ملاتړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x