خبرتیاوی او پیغامونه

الفجر د شرعي او عصري علومو د لوړو زده کړو انسټيټیوټ

د بېوزله محصلینو، د مدارسو طالبانو او فاضلانو لپاره

الفجر د شرعي او عصري علومو د لوړو زده کړو انسټيټیوټ د لېسانس، ډيپلوم او لنډمهاله کورسونو خبرتیا!

الفجر د شرعي او عصري علومو د لوړو زده کړو د انسټيټیوټ اداره غواړي، چې د معیاري او پرمختللي نصاب، با استعداده او وړ استاذانو او د تحصیل لپاره د اسلامي چاپېریال په لرلو سره د لېسانس، ډيپلوم او لنډمهاله کورسونو په برخه کې هغه محصلینو او زده کوونکو ته د تحصيل او زده کړو چانس ورکړي، چې په اړوند شرایطو برابر او زده کړو ته پوره لېوالتیا ولري.

د نوموړي انسټيټیوټ اداره د لېسانس زده کړو لپاره د شرعیاتو او قانون پوهنځي، د اقتصاد او ادارې پوهنځي او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي په برخه کې هغه محصلین، طالبان او زده کوونکي جذبوي، چې د لېسې (۱۲ ټولګي)، حفظ، وړې دورې او یا د حدیثو د دورې سند ولري، له جمعې او عمومي رخصتیو پرته هره ورځ درسونو ته حاضر شي او د لېسانس نوموړې دوره تر پایه تعقیب کړای شي.

د انسټيټیوټ اداره د یوکلن ډیپلوم لپاره د لسانیاتو (عربي، انګليسي، اردو)، ډي آی ټي (DIT) او همدارنګه د لنډمهاله کورسونو په برخه کې د (د اداري چارو لپاره د آمادګۍ کورس) لپاره نوي محصلين او زده کوونکي جذبوي، چې په نوموړي لنډمهاله کورس کې د یوې ادارې د چلولو لپاره ټول اړین مضامین او مواد د څلورو میاشتو په موده کې تدریسیږي.

نوموړي تحصیلي او تعلیمي پروګرامونه دوه شېفټه (وخته) تدرسیږي، چې سهارنۍ دوره یې په (08:30) آته نیمو بجو پیل او په (12:30) دوولس نیمو بجو پاى ته رسیږي او ماسپښينۍ دوره یې د ماسپښين په (02:00) دوه بجو پیل کیږي او د ماښام په (06:00) شپږو بجو پای ته رسيږي.

یادونه: د ډيپلوم او لنډمهاله کورسونو لپاره د نوم لیکنې پر وخت باید محصلین او زده کوونکي له ځان سره (۴) څلور تازه تصویرونه، چې شاتنۍ پرده یې سپینه يا اسماني وي او د هویت پاڼې (تذکیره/مهاجر کارټ/شناخي کارټ) دوه کاپیانې له ځان سره ولري. همدارنګه د لېسانس پروګرام لپاره د نوم لیکنې پر وخت باید اړوند محلصین د پورتنیو شیانو سربېره د خپلو تعلیمي اسنادو دوه کاپیانې هم له ځان سره ولري.

داخله (نوم لیکنه) به د روان (۱۴۴۲) هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په (۱۰) لسمه نېټه، چې د (۲۰۲۱) میلادي کال د مۍ میاشتې له (۲۲) دوه ویشتمې نیټې سره سمون خوري، پیل کیږي.

پته: الفجر د شرعي او عصري علومو د لوړو زده کړو انسټيټیوټ، د سرحد یونورسټۍ ترڅنګ، رېنګ روډ، پېښور ښار.

د اړیکو شمېره: 03029070567

راځئ، چې خپلې عصري زده کړې په یو اسلامي چاپېریال کې تر لاسه کړو‼

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالباقی منصور

الحمدالله چه مونګه داسی ویښ اوبااستعداده مشران لروچه په هروخت کی دخپل ملت په غم کی دی الله رب العزت دی ددوی دا سعی په خپل دربار کی قبولی کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x