افغانستان

بلوچستان کې د فلسطینیانو پر ملاتړ لاریون باندې چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې د فلسطینانو په ملاتړ راوتلي لاریون کې بمي چاودنې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

دا چاودنه نن د جمعې په ورځ ماسپښين د چمن ولسوالۍ په مرغۍ بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر پلویانو د اسرائیلو پرضد د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړ د لاریون تابیا نیوله.

د بلوچستان ایالت حکومتي ویاند لیاقت شاهواني په یو ټویټ کې ویلي، چې په دغې چاودنه کې ۶ تنه لاریونوال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې ټول ټپیان د کویټې ښار ملکي روغتون ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې په تړانګه د اسرائیلو له ۱۱ ورځني یرغل وروسته تیره شپه اسرائیلو او د فلسطین د اسلامي مقاومت ډلو ترمنځ اوربند عملي شو او نن په ټول فلسطین او اسلامي نړۍ کې د خوښۍ او شکرانې لمنځونه وشول.

د غزې په تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو په ۱۱ ورځنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۵۰ فلسطینیان «شهیدان» او سلګونه نور ټپیان شول، چې په شهیدانو او ټپیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي، ددې ترڅنګ لسګونه روغتونونه، جوماتونه، ښوونځي او ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

همدا جمیعت علمای اسلام په افغانستان کی جهاد روا بولی. اوس د جهاد مزی څیښی کنه.

طاهر ثابت

مسلمان په داسی مرګ خوشاله وی او حیوان یی تصور نسی کولای. طوطی خانه ته له کومه راګډ یی.

طوطی

هههههههههههه ثابت صیب سلامونه: پریږده چی لږ غوربندی او بیانزی وځوروم. ته د ما له زړه نه څه خبر یی. زه هغه انسان یم چی د یوه بیګناه کافر له وژنی څخه خوشحالی نکوم څه رسه د یوه مسلمان. دا ځګه چی زه هم نن یا سبا الله ته ورتګ لرم. خو هغو کسان چی د افغانانو وژلو ته جهاد وایی هغوی دی شل واری ووژل شی.

طاهر ثابت

نوی بدلون. اوس ښکاری چه اسرائیلی هډی له افغانستانه پاکستان ته غزیدلی دی. بیا هم ویل کیږی چه ولی دکابل له اداری سره ایران او پاکستان دښمنی لری.

طوطی

دا به هم زر واورې چی پاکستان امریکایی عسکرو ته په سرحد باندی افغانستان نژدی امکانات برابره وی.

دوکتور غروال

دا واقعیت دی !!!!

دوکتور غروال

مشکوک ثابت د ستا په هوائي جعلی اوازو باندی به څوک باور ونکړی او نه باید څوک دی ناقصی اوازی ته اهمیت ورکړی، پنجابی پاکستان امریکا انګلیس ته د اسرائيلو په شان مقام لری امریکا د اسرائيلو اډو انتقال پنجابی پاکستان ته تبلیغ کول د تاسو خیټی څخه نظر دی او امریکا غواړی چی د افغانستان کنترول د خپلو غلامانو په وسیله د پنجابی پاکستان په لاسو کښي واچوی اما دی پلیت ارمان کښي امریکا نشی موفق کیدۍ !!!!

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x