نړۍ

پاکستان: دشیخ اسامه میرمني اوماشومان کولای شي خپلو اصلي هیوادونوته ولاړشي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۹) اسلام اباد: ددولتي اونا دولتي سرچینو په وینا کله چی دروان کال دمی په میاشت کی امریکایی سمندري خاصو ځواکونو دپاکستان ایبټ اباد ښارکي داسامه په وړاندی خاص عملیات ترسره کړل، اودنوموړی دشهادت دعوه یی وکړه.

وروسته له هغه څخه  چی امریکایانو په ایبټ ابادکی داسامه په وړاندي عملیات پای ته ورسول وروسته پاکستاني ځواکونه هلته ورغلو اوداسامه شهید میرمني اوماشومان یی دپوښتنو اودرویزنو لپاره کوم نامالوم ځای ته انتقال کړل.

 وروسته بیا داسامه یو زوی اوهمدارنګه دنوموړی دیوي یمني میرمني پلاررسنیو باندي راښکاره شول ترڅو داسامه میرمني اوماشومان له پاکستان څخه خپلو اصلي هیوادونوته بوزي، داسامه زوي اوخسریی په هغه وخت کی داهم ویلي وو، چي په یمن اونورو اړونده هیوادنوکي یی دپاکستان له سفارتونوسره اړیکی نیولي دي ترڅو داسامه کورني له پاکستان څخه خپلو مربوطه هیوادونو ته راولي.

خو داسامه دزوی اودنوموړي دخسر له لوري دغه هڅي دډیر لنډ وخت لپاره پررسنیو راښکاره شوي، او وروسته بیرته دواړه نادرکه شول اونه هم دنوموړیو دپټي خوله پاته کیدلو په اړه  حکومتی اوغیرحکومتی سرچینو کومه تفصره وکړه، ځیني سرچیني وایی کیدای شي هغه وخت کی دپاکستاني چارواکو له لوري ددوي دغوښتنو مخالفت شوی وی.

خو  تیره ورځ یوه پاکستان ټلویزیونی  چینل  دنیا نیوز خبرخپورکړی وو، چي پاکستاني چارواکوخپله دیمن اودسعودي له حکومتونو سره اړیکي نیولي دي ترڅو داسامه شهید میرمني اودهغه اته تنه ماشومان له پاکستان څخه خپلو اړونده هیوادونوته انتقال کړي.

تیره ورځ یوه پاکستاني قاضي چي دهغي ډلی مشري یی په غاړه ده کوم چي په ایبټ اباد کی دامریکایانو له لوري داسامه په خلاف دعملیاتو په اړه یی څیړني کولی، وویل نور داسامه میرمني اوماشومان کولای شي خپلو هیوادونو ته ستانه شي ، ځکه هغه مالومات چی مونږغوښتو داسامه دکورني له غړو څخه دنوموړي په اړه ترلاسه کړو هغه بشپړ شوی دي، نورضرورت نشته چی داسامه کورني دی په پاکستان کی ياته وي، کولای شی خپلو اصلي هیوادونوته ولاړشي.

همدارنګی هغی څیړونکی ډلي چي په ایبټ اباد ښارکی یی داسامه په وړاندي دامریکایانو دسمندري ځواکونو دخاصو عملیاتو په اړه څیړني کولی، هغه ډاکټر کوم چي دسي آی ای په اشاره اورهنمایی باندی یی  ددي لپاره چی دا یقیني کړی چي دغه وداني کي اسامه اوسیږي دواکسین کمپاین شروع کړي وو، ترڅو د (DNA) ټیسټ لپاره د اسامه دکورني دکوم غړي وینه واخلي له هیواد سره په خیانت اوغداري باندی تورن کړ.

ډاکټرشکیل افریدی دپاکستاني چارواکو له لوری له هغه څخه یوه ورځ وروسته ونیول شو کله چی امریکایی خاصو ځواکونو دایپټ اباد په ښارکی داسامه وداني تربرید لاندی راوسته اودنوموړي دشهادت دعوه یی وکړه.

سرچیني وایی چی امریکایی حکومت له پاکستانه څخه غوښتی دي  چی ډاکټرشکیل افریدي باید خوشي شي او ددي لپاره چی دنوموړی ژوند مصؤن وی وامریکي ته ولاړشي.

دیادولو وړ ده چی څه موده مخکی دافغانستان په ختیځ میدان وردګ ولایت کی یوه الوتکه دطالبانو له لوري په مخامخ ډزو سره رانسکوره شوه، دغه الوتکه کی د اوو کسانو افغاني عسکرو اویوه ژباړن په شمول  دیرش کسه امریکایی عسکرووژل شول، چی دافغانستان اوهمدارنګه دامریکي له لوري هم ددغو دیرش تنو امریکایی عسکرو دوژلو پخلي وشو.

وروسته بیا دامریکایی حکومت له لوري په یوه خبرکی ویل شوی وو چي دهلیکوپټر الوتکی دراغورځیدو له کبله وژل شوی عسکر په هغي خاصي ډلي یایونټ (Seal Team Six) پوري تړلي عسکروو کوم چي په ایبټ اباد کی یی داسامه دشهادت په عملیاتو کی برخه اخیسته وو، امریکایی حکومت وړاندي ویلی وو دا یقیني نه ده چي وژل شوی عسکر به هغه عسکر وي کوم چي په عملیاتو کی یی برخه اخیستي وه بلکه دومره ویلی شو چی  دهلیکوپټر دپیښي قربانیان اود اسامه دشهادت دبرید عسکر دیوي ډلی اویوی سویی عسکروو چي دډیرو مهمو اوخاصو هد فو نو لپاره ورڅخه کاراخیستل کیږي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x