افغانستان

بدخشان: د یو قومندان په ګډون درې سرحدي پولیس وژل شوي دي

نن ټکی آسیا(شنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): د اشکاشم ولسوالي د اووم کنډک د ارکان ریس عبدالخلیل له خپلو دریو ساتونکو سره ووژل شول، او دوه نور پولیسان ټپیان دي.
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي چې د قومندان موټر نن له غرمې وروسته  د اشکاشم ولسوالي په کندکا کلي کې پر یوه ماین برابر شو. د هغه په خبره د عبدالخلیل په ګډون درې پولیس مړه او دوه نور ټپیان شول.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د بدخشان دوالي دویاند له خولې چې داکار د طالبانو دی او دوی يې په اړه درې شکمن کسان نیولي دي.
دا په داسې حال کې دی چې په بدخشان کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې کمې شوې دي.
په تېره اشکاشم کې بیا په تېرو دیارلسو کلونو کې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x