
کندوز کې ۲۶ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۲۶ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه تسلیم شوي عسکر او پولیس د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د بښنې له فرمان څخه په ګټه اخیستنې یې جګړې څخه لاس اخیستی او د کابل حکومت څخه یې خپله لاره جلا کړې ده.
په خبر کې ویل شوی چ طالبانو دغو ټولو تسلیم شوي عسکرو ته امن کارتونه ورکړي او ملکي ژوند ته یې سوق کړي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې او هره ورځ لسګونه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیمیږي، نن او پرون ورځ هم د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له سلو زیات دولتي عسکر او پولیس له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.
MASHALLAH GHAZIANO
Dear Adam Khan: YOu know the foreigners are in the eve of withdrawal, no need to join Taliban. it’s time to build the country and serve the neediest people. We have lost everything during the last two decades war, especially ethics, and humanity. It is necessary to humanize so that peace can return to this nation. Thanks Bro
طوطي چي چرندک نه وي، طوطي چي لچر نه وي….هغه نو بیا طوطي څنګه باله شي. دا چي پورته ډول خبري یې پیل کړې نو دي ځان د صلحي سپینه کوتره وبولي نه طوطي. خو داسي اسانه هم نه ده لکه دا طوطو ځوان چي وایي، خارجیان ولاړه راځئ چي سره کښینو نور جنګ جګړه ختمه ده. د پښتو په اصولو کي د دښمن کور ته وراوښتل او د هغه ښځو او ماشومانو ته ضرر رسول داسي ستره ګناه ده چي پلار زوی نه پر بخښي او ورور ورور نه پر بخښي. یعني چي یو شخص د دښمن کور ته… نور لوستل »
څوک چاته تسلیم شول؟ د څه لپاره تسلیم شول؟ آیا د یوحر او آزاد انسان بلې ډلې ته ورتللو ته تسلیمېدل وایي؟ د خدای لپاره شرم پکار دی کله چې اورو او یا وینو چې فلانی ولسوالی طالبانو ونیوله او یا یې تر خپلې ولقې لاندې راوست پوښتنه مطرح کېږي چې چا ونیوله؟ د څه لپاره یې ونیوله؟ څه به پرې کوي؟ ګټه یې څه ده؟ تاوان یې څه دی؟ خلک څه وایي؟ نړیوال څه وایي؟ زما پیام دواړو لوروته دادی نور دغه نامشروع جنګ ودروی، نور مسلمان وژنه ودروی، نور د وطن ورانول ودروی، تاسو ټولو ته شرم پکار… نور لوستل »
د دروغو ملاصاحب
حق غالب او باطل مغلوب کېدونکی دی،،، دا د الله تعالی سنت دي،،
کما قال الله تعالی فی کتابه المجید ،، بسم الله الرحمن الرحیم وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ….. سوره الاسراء ایت 81
د ظاهري اسبابو له مخې باطل لوری اعم له امریکایي بادار، اربکیان، اصلاویان، ګوډاګیان ډېر پیاوړی دی،،
اما د رحمن بابا په قول
چې الله درسره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي یک تنها یې
ستاسو د تنبیه، توبې او ویښتابه په هیله
دومره خوشحالي د څه لپاره؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د فلسطینیانو اشغال شوې خاوره مو ونیوله او که اسرائیلي عسکر مو ونیول؟ د خدای لپاره دغه خاوره په اصل کې له الله نه وروسته ستاسو ده نو ولې یې په نیولو دومره خوشحالي کوی؟ څوک مو ونیول؟ د څه لپاره مو ونیول؟ څه پرې کوئ؟ آیا د مجبوریت او وحشت له امله د یو اصیل افغان ورتلل بلې ډلې ته د تسلیمېدو په معنی دی؟ آیا د بندګانو عفو او بخښنه د هبة الله او طالب په لاس کې دی او که بخښنه د الله په لاس کې دی ځکه هغه غفور او رحیم… نور لوستل »
زاهده، بيا هم وايم، چه ستا دالري # ځيره اوس نوره هم روښانه سوه. ته نه ملا ئي او نه مولوي، بلکي يو # خرڅ شوي انسان ئي او ضدونقيض ليکني کوي. يوځل ليکي چه يواځي الله بخشش کونکي دي. بلي په دي کي هيڅ شک نشته! اما بيا ليکي چه دوي دي يو بل سره وبخشي! دغه ده طالبان چه دغه اسلام دوښمنه خرڅ سوي عسکر ګير کړي، عفوه ورته کوي او په ډير عزت ئي خپلو کورونو ته ليږي! اوس نو راوښيه ستا دغلامي اداري عسکر، چه کوم نيول شوي مجاهد طالب ئي عفوه کړي؟ بلکي هغوي ئي… نور لوستل »
کاروان صاحب السلام علیکم ورحمة الله و برکاته خوشحاله اوسی څومره ښه ټاپه دې له ځان سره ساتلې ده چې هر چاته دې خوښه شي او هرڅوک چې ستاد مفکورې خلاف څه ولیکي نو سمدستي پرې ټاپه ووهې دغه ستا د تنګ نظرۍ یوه لویه بیلګه ده ګرانه وروره! فکر کوم له اسلام څخه کافی معلومات نلرې. یو حقوق العباد دي او یو حقوق الله دي او بل هم مشترک حقوق دي دغه مسایل زده کړه د هبة الله حقوق چا تر پښولاندې کړي چې بښنه ورته کوي په سلګونو ماشومان چې د ځان مرګو بریدونو په نتیجه کې مړه… نور لوستل »
مولوی صیب زاهد: زه همیشه ستاسو تبصری لولم. الله مو ژوندی لره. نن سبا ځینی کسان لکه هم نااهله ماشومان یا هلکان چی د مور او پلار بی امری کوی دغسی د الله او د قران نه منی خو د یو څو ## په خوله یی د حق لاره پریښی جنګ او جګړه یی د خپل معشیت او آخرت توشه ګرځولې. الله دی مونږه هدایت کړی.
طوطی صاحب
وایی دوه چرسیان وو غوښتل یې روژه وخوري،،، نو دا یو بل ته ویل چې راځه یو چل وکړو،، وېل څه،،، وېل داسې چل چې ته ماته ملا صاحب وایه زه به تاته ملا صاحب ووایم،،، چې دایې وکړل نو بیا یې وېل چې ته ماته قسم راواچوه چې روژه وخورم او زه به تاته قسم در واچوم چې روژه وخوره.
د درواغو په ملا زاهد پسې ځغله او لکۍ یې ټینګه نیسه ،،، منه که هدایت په سترګو ووینې.
ستاسو د تنبیه، توبې او ویښتابه په هیله
ته او مولی زاهد د یوه آخور انډیوالان یاست . نوی یار دې مبارک شه .
ته چې خپله سم نه شي او د حق لاره اختیار نه کړي ٗ الله به دې هیڅکله له دې ډالرې مولی زاهد سره هدایت نکړي .