نظــر

ملا اختر محمد منصور د جهاد او ازادۍ سرلاری

مجاهد خواجه
شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د اسلامي امت هغه اتل و. چې د غربي ښکیلاک پر وړاندې د رزمي ډګر تر څنګ سیاسي ډګر کې نړیوالو ته حیرانوونکې ماته ورکړه.

شهید امیرالمؤمنین په افغان خاوره هغه ریښتونی او غیرتي ځوان و چې نړیوال استخباراتي ادارې یې چلینج کړې او د هغوی شومې ارادې یې له خاورو سره خاورې کړې.

د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د وفات نه وروسته د اسلامي امارت د صف یووالی یې هغه ستره بریا وه چې غربیانو او ګوډاګیانو یې د ویش او اختلافونو لپاره شپه او ورځ په ځان یو کړې وه د دې سپېڅلي صف د خرابوالي لپاره یې مټې را بډ وهلې وې او د طالبانو په وړاندې یې له تبلیغاتو څخه په پراخه پیمانه کار اخیستی و.

خو نه!
عمر تر شا داسې څوک پرې ایښی وه چې د د رزمي ډګر تر څنګ یې په نړیواله سطحه په سیاسي ډګر کې نړیوال سیاسیون مات کړل.

شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د داسې سپیڅلي عزم خاوند و چې د مغرورو پر وړاندې هر ډګر ګرم وساته، یوازې او یوازې د رب العالمین ﷻ د قانون د نفاذ په خاطر یې سختۍ او تکلیفونه پر ځان ومنل د امارت د یوالي لپاره یې تر اخري حده خپله مبارزه وکړه ، غربیانو او دهغوی اجیرانو ته یې اجازه ورنه کړه چې د یو ریښتوني صف ویشلو او اختلافونو ته زمینه برابره کړي. که څه هم د ده د زعامت پر مهال د خوارجو او دواعشو ستره فتنه را پورته شوه خو همهاله یې په وړاندې کلکه مبارزه وکړه چې لله الحمد له اوږدې مبارزې او مجاهدې ورسته د دوی هغه بدرنګه څیره رسوا اوله سختې ماتې سره مخ شول.

په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل هم د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله د سیاسي بصیرت زیږنده او د دۀ تقبله الله سیاسي ديپلوماسي وه چې د امارت مشران یې په نړیوال سټیج ودرول او دنیاوال یې وپوهول چې اسلامي امارت د تروریزم ریښه نه بلکې له خپل هیواد نه د غربي ښکیلاک د ناوليو پوځیانو د ایستلو او د هیواد د خپلواکۍ لپاره یې سپڅلې مبارزه مسلم حق ده. په نړیوال سټيج د اسلامي امارت د مشرانو درول، په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت موقف په داسې توګه څرګندول،چې ډیرو یې ملاتړ هم وکړ، او په سیاسي ډګر د اسلامی امارت ستره بریا د شهید منصور تقبله الله د سیاسي بصیرت ښکارندویي کوي.

شهید منصور تقبله الله د هیواد په کچه په تعلیمي ډګر کې هم خورا زیات پرمختګونو ته لاره هواره کړه، د جګړو له امله تړل شویو ښوونځیو بیا پرانیستل او د هغوی د څارنې او هڅونې لپاره یې زیات کار وکړ.

شهید امیر المؤمنین تقبله الله په فرهنګي ډګر کې یو بیساری نوښت را منځ ته کړ، او د غربي میډیاو د پروپاګند په وړاندې مطبوعاتي ډګر ژوندی ،او مطبوعاتي مبارزه جاري وساتله.

د ملکي تلفاتو د مخنیوي په پار یې ځانګړی کمیسون جوړ کړ تر څو د ملکي تلفاتو مخنیوي وشي.

د هیواد، متدین، بارسوخه، مسلکي او پوهان یې د ځانګړو اعلامیه په مټ وهڅول تر څو خپل کړیدلي ولس او خلکوته د خدمت جوګه شي او په مجاهدینو یې غږ وکړ تر څو د داسې خلکو قدرداني وکړي، چې همدا لامل وو د خلکو زړونه وګټي او د یو داسې
غیرتي مشر لقب یې خپل کړي چې دوښمن هم پرې ګواه دی.

شهید امیرالمؤمنین تقبله الله د زعامت پر مهال د دوښمن مورال دومره کمزوری شو چې په ډیرو ولایتونو کې پر دوښمن ساحې تنګې شوې حتی چې کندوز ولایت هم د طالبانو لاس ته ولویده.

په معسکرات کې د ځوان نسل روزنه د جنګي تکتیک زده کړه او د معسکراتو زیاتوالي ته توجه د امیرالمؤمنین تقبله الله په جنګي تکتیکونو د مهارت یوه ستره بیلګه ده.
د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله کارنامې، عزم، تقوا،میړانه او شجاعت د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس او نړیوالو ته څرګند دی.

که د امریکایي یرغل په وړاندې د تنکیو ځوانیو قربانول ، خواږه شیرین وجود نه باورود تاوول او ځان ټوټه ټوټه کول د فدایي زلمیو شهکاري او سرښیندنه وه، خو د شهید رهبر په بارودو سوی وجود هم هغه چاته یوه حیرانونکې پیښه وه ،چې ویل به یې طالب مشران ولې دا ډګر ته نه وردانګي ،په کشرانو یې دا ډګر ګرم ساتلی دی.

هوکې!
کله چې د یوې ډلې او یو قوم مشر داسې سرښیندنو او قربانیو ته تیار وي څه فکر کوئ داسې خلک به ماته ومني؟ ایا داسې ازاد خلک به د پردیو غلامي او واکدري قبوله کړي؟

نه هیڅکله نه!
شهید امیر المومنین هغه څوک و چې د اعلا کلمة الله لپاره یې د خپل وجود کباب کړ.
د ژوند لذتونه، خوندونه یې هغه چاته پریښودل څوک چې د غلامۍ رسۍ په غاړه لري او د پردي سیورې لاندې ناست دي.

رب العالمین ﷻ دې په بارودو سوی وجود قبول کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

ههههههههه
دا یوازی ستاسی نظر ده

مولوي نجیب الله زاهد

اشتباه به نه کوو غُلُو به نه کوو د جهاد او آزادۍ سرلاری محمدرسول لله صلی الله علیه وسلم وو

غوربندی

من تبعه صلى الله عليه وسلم؟ انت او شهید منصور رحمه الله ؟؟

Karwan

بلي زاهد #ه،
چا ندي ويلي، چه محمدرسول لله د جهاد او آزادي سرلاري نه وه. محمدرسول لله دجهاد او آزادي سرلاري وه. اما په نني افغانستان کي دنورو مجاهدينو تر ځنګ زما دسترګو تور اميرالمومينين مجاهد مرحوم ملا محمد عمر او شهيد اميرالمومينين ملا اختر محمد منصور دازادي سرلاري وه. زه هميشه دهغوي پاکي روح ته دعا کوم او ددوي عزتمندي کورني ته د الله ج څخه اجر او ثواب غواړم.
کاروان

مولوي نجیب الله زاهد

الاخ العزیر کاروان صاحب السلام علیکم و علی من لدیکم المهم ان نفکر جیدا عندما نقول شیئا او نفعل شیئا الجهاد فرض فی السنة الثانیة للهجرة والقائد الاول للمجاهدین کان رسول الله صلی الله علیه وسلم و بعده الصحابة رضوان الله علیهم اجمعین و بعدهم التابعین رحمهم الله جمیعا و بعدهم مثلهم و مثلهم و مثلهم الکذب فی الشریعة الاسلامیة کبیرة من الکبائرالتي نهانا الله سبحانه وتعالی عنه و جدیر لک کالمؤمن ان تتوب الی الله سبحانه و تعالی عندما نسیت قیادة رسول الثقلین فی الجهاد و انسبته الی فلان و فلان اخی الکریم اتق الله حیث ماکنت الحرب الحالیة… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx