نظــر

منصور صاحب د روانې مبارزې یو غښتلې رهبر!

حماد افغان شیرزاد

دا د الله تعالی سنت او په امتونو کې رائجه طریقه ده، چې د وخت ستونزمنو حالاتو کې، کله چې امت او یو مؤمن ولس له ستونزو او د کفر لخوا د بېلا بېلو دسیسو په جال کې را ګیر شي، له داسې حالاتو د وتلو او ورسره د مقابلې کولو لپاره الله تعالی غښتلي او پیاوړي مشران پیدا کوي، هغوی د امت دا بې رهبره کاروان رهبري کوي او د امت دا ماته او له هر قوم نه زېل شوې کښتۍ د بریا تر ساحله رسوي.

که په تاریخ نظر وڅرخوو د اسلامي امت تاریخ په ویاړلو مشرانو زرین شوی، دوی امتونه د الله تعالی حکم او انقلاب ته هڅولي، هغوی ته یې فکر ورکړی او دا یې ورته ښودلې؛ چې انسان یواځې له غوښې، وینې، رنګ او هډوکو نه دی جوړ، بلکې انسان د یوې عقیدې او مفکورې څخه جوړ دی، دا باید یوه مفکوره او عقیده ولري، چې د همدې پر اساس هغه د ښه او بد تمیز وکړي، مفکوره د انسان فزیکي جوړښت پوښي، انسان خندوي، خپه کوي، جامې وراغوندي، پر شونډو یې یوه منلې شوې مسکا راولي، د ژوند ارزښت ورمعلوموي، خپله خوږه خبره کوي او کامل انسان ورځینې جوړوي.

د نولسمې پېړۍ د نویمو کلونو په آخره کې، کله چې امت ټوک ټوک او پر ټوټو وطشل شوی و، هر خوا د کفر د ظلم او وحشت داستانونه رنګین کېدل، زموږ مظلوم ملت هم د ډېرو ناخوالو، بدبینیو او شخړو ښکار و، د نورې نړۍ مسلمانان هم د خپل منځي شخړو ښکار وو، الله تعالی د خپلو سنتو پلي کولو جامه امیرالمؤمنین لوی ملا صاحب ته ور واغوستوله او تر څنګ یې د منصور صاحب تقبله الله په څېر ځیرک او مدبره شخصیتونه د مرستې او له هغه وروسته د دې امت د رهبري کولو لپاره پیدا کړل.

مولوي اختر محمدمنصور د طالبانو هغه غښتلې او د متین عزم مشر و، چې په ډېر ستونزمن حالت کې یې د لوی ملاصاحب ورپاتې امارت رهبري کړ، هغه وخت چې د یو خوځښت د تیت پرک کیدلو کوښښونه روان و او دا په تاریخ کې ډېر مثالونه لري، چې کله د یو خوځښت مؤسس او بنسټګر وفات شي، نو خوځښت یې پر ټوټو وویږېشل شي، خو د منصور صاحب ځیرکتیا وه چې د لوی ملاصاحب دا امانت او سپیڅلی امارت یې په یو داسې حالت کې رهبري کړ او له دې ستونزو سره یې په میړانه مقابله وکړه.

د منصور صاحب غښتلتیا له دې هم درک کولای شو، چې د لوې ملاصاحب د وفات وروسته هغه په څومره سختو حالاتو کې یوازې د امارت څخه پر دفاع اکتفاء و نه کړه، بلکې؛ داسې روڼ یې راوویست لکه د سهار لمر چې وړانګو یې تر لرې ځلا کوله، هغه د امارت فوځ د وخت سره سم وپاله، روزنه یې ورکړه او په نظامي برخه کې یې ډېرو ولایتونو او ولسوالیو ته سقوط ورکړ، سپین بیرغونه یې پرې رپاند کړل او زیاتې سیمې یې د سقوط تر درشله راورسولې.

هغه د پښتو مشهور متل دی، وایي: ”یار هغه دی چې په سخته کې پکار شي.“ منصور صیب هم د سختو ورځو یاري په میړانه، پوره متانت او صبر سره وکړه، امارت یې د ټوټه کیدلو څخه وژغورلو او دا به یې وېل: ”زموږ له ژوند زیات زموږ مبارزه او هدف ارزښت لري، هغه مو لومړیتوب دی، که موږ نه یو خیر دی، خو چې مبارزه مو روانه وي“.

د منصور د رهبریت پیاوړتیا له دې هم درک کېدلای شي، چې له یو اړخ یې دښمن په نظامي برخه کې له بل هر وخت زیات وځپلو، منظم بریدونه یې پرې تر سره کړل، تر دې چې کفر د منصور صاحب له شهادت وروسته خپله اعتراف وکړ او ویې وېل: ”هغه د طالبانو یو زړور مشر و، له امریکا سره په دښمنۍ کې ډېر سخت و، د ده په وخت کې پر موږ بېساري سخت بریدونه د منظمو پلانونو له مخې وشول، هغه د ورته نورو بریدونو پلانونه هم درلودل“.

د نظامي مبارزې د جاري ساتلو تر څنګ یې د خپل سیاسي تدبیر، سوچ او فکر له مخې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د اشغال لمن د ټولولو لپاره د قطر دفتر هم خلاص کړ، تر څو نړېوال موږ وپېژني، چې موږ څوک یو، څه غواړو، پر موږ ولې جګړه تحمیل شوې، ولې مو ولس وژل کیږي، همغه وشول چې نن الحمدلله کفر د خپلې ماتې تړون لاسلیک کړ، ډېری عسکر یې ووتل او نور هم روان دي، نړیوالو ته معلومه شوه، چې موږ د مینې، امن او مسکا خلک یاستو.

رب العلمین دې شهید في الله عاليقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب تقبله الله ته واړه جنتونو کې اعلی مقامونه ورکړي آمین.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx