نظــر

منصور هم نظام جوړونکی وه او نظام ښودونکی

احمد منصور

هغه ورځ چې کفارو او تالي څټو يې د خوښۍ جشنونه لمانځل ، د اُمت د زړور رهبر د وژلو مبارکي يې يو بل ته ويله له شک پرته چې مسلمه اُمت د خفګان په درياب کې لاهو وه او د يوې سترې هستۍ د له مينځه تللو له امله يې له سترګو اوښکې څڅېدې خو امت او ملت ناهيلی نه ووځکه پوه ول چې زړه سواندي رهبر مونږ يې بې څوکه نه يو پريښي ضرور به يې تر شا څوک راته پريښي ضرور به يي منصوري درس خپلو شاګردانو ته ورکړی وي رښتيا هم منصور بې مسؤليته له مونږ ګډه نه وه کړې جوړ نظام  او پکې ځان په څېر اشخاص يې پريښي دي منصور نه تنها د نظامي ډګر د پياوړتيا په موخه هڅې کړې وې بلکې د امارت ټولې شعبې يې په مکمل ډول عيارې پريښې وې.

منصور دا درک کړې وه چې راتلونکې جګړه د نظامي تر څنګ سياسي او تبليغاتي هم ده نو ځکه يې  دې دواړو شعبو ته رجال هم ګومارلي وه فرهنګي فعاليت يې په نشتو وسايلو او امکاناتو د نړۍ له تبليغاتي دستګاوو سره سيال وګرزوه سياسي ډګر ته يې داسې ډيپول ماټان ګومارلي وه چې نن نړۍ ورته  ګوته په غاښ ده په سياسي ځراکت استدلال او منطق کې بې مثله بولي منصور دوي ته د اسلامي سياست د بيا اعادې کولو درس ورکړی وه  دوي يې دې ته هڅولي څو سياست دين ته تابع کړي منصور له سيمې او نړۍ سره د روابطو جوړولو داسې روزنه ورکړې وه چې نن هېوادونه که څه هم طالب دښمن  بولي خو بيا يې په ژمنو او وعدو وفا کولو کې تر نورو غوره او باورمند بولي.

منصور د محبوب رهبر په نقش قدم روان وه په صف کې يې د علماؤ رول ته ځانګړې پاملرنه کړې وه هېڅ کار يې  د علماؤ مشايخو د مشورو اخيستو څخه پرته نه کاوه منصور  علماء  د نظام مؤسسين بلل ځکه يې ملګري هم دې ته تشويقول چې هر کار کې د علماؤ مشورې او نظريات ولري منصور خپل مجاهدينو ته توصيې کولې چې نن که په اولس واکمن يو د رب له لوري دا اولس او خلک له مونږ سره امانت دي ښه اخلاق  او رويه ورسره وکړی د مشکلاتو په حل کې مرسته ورسره وکړی او د سر مال عزت ساتلو ته يې خاصه پاملرنه وکړی منصور خپل مسؤلين دې ته تشويقول تر څو د دفاترو دروازې د عامو خاصو پر مخ پرته له  کوم تکلف او زورونې خلاصې پرېږدي منصور د دونيا له عيش او عشرت ژوند کرکه کوله خپل ټول پرسونل يې ساده ژوند کولو ته باله.

د منصور ځانګړتياوو او اوصافو په ليکلو به رنګونه او ليکلي توري ختم شي خو د نوموړي د احسانو حق به هېڅ  نه کوم ليکوال او نه شاعر اداء کړي منصور بې مثله او بې جوړې شخص وه  منصور د رب ټولو احکامو ته تابع او په اولس زړه سواندۍ نرم وه منصور اوس د يو شخص نه بلکې د يو  فکر او ايډيالوژۍ نوم ده منصور تنها نظام جوړونکی نه بلکې نظام ښودونکی هم وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x