نظــر

په فرهنګي برخه کې د ملا اختر محمد منصور هڅې

ګرمسيري

شهید امیرالمؤمنین منصور صاحب دې الله تعالی غرق رحمت کړي زه به د نوموړي هغه کارکردګي چې زموږ سره د امریکایانو د اشغال په لومړیو کلونو کې په مطبوعاتي ډګر کې کړې لږ څه تشریح کړم.

په (2005) کال کې چې کله شهید حافظ فضل محمد صاحب د نوموړي لخوا د فدایانو لپاره آمر وټاکل سو نو ماته شهید منصور صاحب وویل چې تاسو به د نوموړي سره مطبوعاتي کار کوئ، لکه د فدایانو سوانح به لیکئ او د شهادت موقعیت او تاریخ به یې لیکئ او بالفرض که کوم فدايي د یادګاري ویډیو غوښتنه کول چې تر شهادت وروسته یې خپل کورته ولیږي دا کار هم ستاسو مسؤلیت دی.

دغه راز که یو ولسي سړي د اشغالګرو کفارو په مقابل کې یو تاریخي کارنامه کول لکه په شاولیکوټ کې کوچني غازي (عبدالکریم) په نوم یو پنځلس کلن هلک یو کاناډايي افسر د شا لخوا پر سر په تبر وواهه او هغه ځای پر ځای مردار سو.

دغه راز یو ځوان په میوند کې پر یوه امریکايی عسکر تیل وپاشل او اور یې واخیست.
دغه راز په ساروان کلا کې یو معلم صاحب امریکایي افسر په ډبره وواژه او داسې نور واقعات چې ټول زما سره ثبت دي.

ددې مسؤلیت سربیره یې ماته په همدې کال یو مطبوعاتي ګروپ جوړ کړ چې بیایې موږ ته لس دانې ډیجیټل کمرې واخیستې، هغوی بیا په لومړي ځل د کندهار پاشمول او د هلمند موسی کلا ته ولاړل چې د پاشمول د مطبوعاتي ګروپ مشر ملا اسحاق نومیده، د شهید مولوي عبدالحنان صاحب سره ملګری و او د موسی کلا د مطبوعاتي ګروپ مشر د شهید ملا عبدالمنان اخوند سره ملګری و.
تر یو کال کار کولو وروسته دواړه مطبوعاتي ګروپ مشران په شهادت ورسیدل.
شهید ملا اسحاق په پاشمول کې په یوه داسې وحشتناک بمبار کې شهید سو چې جسد یې لا اوس هم ورک دی.

بیا چې کله زه په همدې کال د جنوب/غرب حوزې د فرهنګي چارو د کمیسیون مسؤل سوم نو په دې شاوخوا کې هیڅ فرهنګي ملګری زموږ سره کار کولو ته زړه نه ښه کاوه بیا به موږ ته شهید منصور په نوره دنیا کې مطبوعاتي ملګري پیدا کول او هغوی به زموږ سره د انټرنيټ له لارې بشپړه همکاري کوله او دا له موږ سره د شهید منصور صاحب رحمه الله یو غټ کومک و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx