
جوزجان کې د ګلم جم ملیشو مشهور قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د جوزجان ولایت په آقچې ولسوالۍ کې د ګلم جم ملیشو یو مشهور قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
قومندان آق محمد دیوانه چې د ګلم ملیشو د مشر جنرال دوستم نږدې کسانو څخه ؤ، نن سهار د آقچې ولسوالۍ په بازار کې د طالبانو په غلچکي برید کې خپل ژوند بایللی دی.
په یو جلا خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د آقچې ولسوالۍ اړوند «فرقې» په نوم امنیتي پوسته باندې د طالبانو برید کې ۸ تنه دولتي عسکر او پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې د ګلم جم ملیشو او د اشرف غني پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم تیره اونۍ د یوې ناستې په ترڅ کې طالبانو ته ویلي ؤ، که د سولې خبرې نه مني پر وړاندې به یې پراخه جګړه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم تردې وړاندې هم څو ځله د طالبانو پروړاندې د جګړې اخطارونه ورکړي او هم یې د هغوی پرضد ستر پوځي عملیات کړي؛ خو تراوسه په دې نه دی بریالی شوی چې په شمال کې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ مخه ډبه کړي.
ښاغلي طوطی صاحب، غروال صاحب او مولوی نجیب الله زاهد صاحب ته د تنبیه او ویښتابه په هیله تسلیت وایم.
ولاکه چي دا د دوستم د څلویښتمي حلوا به کله وخورو؟