
شعـــــرونه
ای د امت د لالهانده زړۀ تسکین، منصوره!
منصور درمان
ای د امت د لالهانده زړۀ تسکین، منصوره!
لۀ مینې ځار شوې ګران امیر المؤمنین، منصوره!
د مسلمان لوېدلی برم دې کړ هسک پۀ نړۍ
د زمانې پۀ مظلومانو لوی محسن، منصوره!
تۀ د ملت پۀ زړۀ حاکم وې ای د وخت اتله!
خاوند د کلکې ارادې، عظم متین، منصوره!
سپېڅلې مینه دې پۀ پاکو وینو ؤ پالۀ له
نازک و جود دې کړ لمبه پۀ ښکلي دین، منصوره!
ستا ذکاوت، ستا شجاعت او ستا تد بیر تقوی ته
نړۍ وال هېښ ؤو ای ښاغلیه! ګل ورین، منصوره!
د ډرون لمبو باندې کباب -کباب بدن نه دې ځار
ټوټې -ټوټې لاړې تر رب العلمین، منصوره!
منصور درمان دا ستا هجران د زړۀ پۀ سر داغلی
هېر به یې نشې تقوا دار، صادق، امین، منصوره!