نظــر

د افتخارونو مشر!

حماد افغان شیرزاد

پینځه کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت د ستورو له مداره یو داسې ځلانده ستوری ونړېد؛ چې خالیګاه یې بیا هیڅکله هم ډکه نشوه، دا ستوری امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ؤ، کوم چې خپله قرباني په پردیسۍ کې الله ته وړاندې کړه د هغه د شهادت د ورځې په مناسبت به د مرحوم روح ته یو څو خبرې ډالۍ کړمه.

مشره! رب دې سوځیدلی وجود وبښه ته د جهاد ستر قائد وې ، د سیاست دنګ منار وې ، په ریښتیا چې په مینه کې مجنون وې، د منصور په څېر دې دار ته هرکلی وکړ ، تا خپله کړې وعده ریښتیا کړه ته د عمر په پله روان هغه مشر وې چې عمري لښکر دې د فتوحاتو او سوبو ډګر ته داخل کړو.

مشره! ستا قرباني د هیرولو نده، یقینا چې د الله تعالی په ځانګړي نصرت عمري لښکر ستا په هڅو او کوښښونو سره امریکا او د هغوی اتحادیان په نظامي ډګر کې د ماتې سره مخ کړل ، بل پلو په قطر کي ستا پرانیستي سیاسي دفتر هم ټوله نړی ګوته په غاښ کړه، او امریکا ته یې د سیاست په ډګر کې یوه نه هېرېدونکې ماتې ورکړه.

مشره! ستا سیاسي تدبیر او سوچ د نړۍ ټول استخبارات او پرمختللي قوتونه چې معاذ الله د خدایۍ دعوې یې کولې هغه وخت په ګونډو کړل پر کوم وخت چې تا د خپل مشر لوی ملاصیب مرحوم مړینه دوه نیم کاله له ځانه سره وساتله او د زمونږ د صف او هیواد ټول دښمنان دې وه دې ته پرينښودل چې د مشر په مړینه د امارت د ځواک روحیه او مورال راټیټ او دا صف څیري کړي بلکي برعکس دې د مشر مړینه پداسی وخت کې راښکاره کړه چې ستا ځواک په نظامي ډګر کې دښمن په ګونډو او سرنګون کړې وو آفرین ستا په سوچ مشره.

مشره! پوهیږو چې ستا قرباني د کومو پیسو ، نه د کومو جاېدادونو د حاصلولو او نه د دنیا د مال او متاع لپاره وه بلکی د امت د مظلوم مسلمان ملت د آهونو ، دردونو او تکلیفونو د بدلې لپاره وه، ستا قرباني د خپلو روزل شویو فدایانو او غازیانو سره د خپلې وعدې د پوره کولو لپاره وه.

مشره! مونږ ټول لارویان دې په دې په سپېڅلي او پاک صف ستا په نقش او قدم راون یو ان شاءالله ستاسو وینې او قربانۍ به رنګ راوړي رب دې سوځیدلي وجود ته په جنتونو کې اعلی مقامات ورکړه.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx