دوه اسرائیلي عسکر وژل شوي، او یوشمېر نور ټپيان شوي

نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): په داسي حال کې چې نن دریمه ده، اسرائیلو په فلسطین کې د غزې پر ښار باندي ځمکنۍ برید پیل کړی، خو د وروستیو خبرونو سره سم تر اوسه یې هیڅ یو هدف هم نه دی ترلاسه کړی.

له کومي ورځي چې ځمکنۍ برید پیل شوی، ورسره بمبار هم زیات شوی، او په هغو سیمو کې چي اسرائیل غواړي مخته راشي، د فلسطین ملکي وګړو ته په کښي دروند ځاني او مالي زیان اوښتی، او لا جګړه روانه ده.

په غزه کې د واکمن ګوند حماس ډلي عسکري څانګې کتائب عز الدین القسام ویلي، ددوی مجاهدین توانیدلې چې د اسرائیلي قواوي محاصره کړي، او د شا لخوا نه باندي راشي، چې په ترڅ کې یو شمېر ټانکونه منفجر کړي، او په پایله کې یو شمېر اسرائیلي عسکر وژل شوي.

د اسرائیل رسمي فوځي سرچینو هم ددې خبري تایید کړی، او ویلي چې ددوی دوه تنه عسکر وژل شوي، او یو شمېر نور ټپيان شوي.

د کتائب عز الدین قسام په خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی د قواتو یوه ټولۍ په دې وتوانېدل چې د اسرائیلي قواوو شاته ځان ورسوي، او له شا نه د اسرائیلي فوځیانو ټانکونو ته پورته شوي، او هغوی ته یې د تاندوم په نامه بم باندي انفجار ورکړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د اول انفجار وروسته په ټانک کې دننه نهه پر لپسې چاودني وشوې.

اسرائیل فوځي چارواکي وايي چې ددوی دوه فوځیان هغه وخت ووژل شول، کله چې د غزې مقاومت کونکي د یوه تونل په واسطه وتوانیدل زمونږ د قواو شاته ځان ورسوي، او له هغه ځایه خپل عملیات وکړي.

د اسرائیل فوځي ماهرینو او شنونکو دا پيښه د غزې د مجاهدینو له خوا اسرائیل ته یوه لویه څپېړه بللې، او ویلي چې څرنګه د غزې مقاومت کونکي چې د اسرائیلي ځواکونو په پرتله هیڅ نوعه اسلحه نه لري، په دې توانېدلې چي د اسرائیل فوځ ته دومره لوی ګوزار ورکړي.

بل خوا د غزي مقاومت کونکو الجزیرې ته یوه ویډیو لیږلې، چې په کښي د تخریب شوي ټانک ماشیندار ښکاري چې د یو فلسطیني په لاس کې دی، او وایي چې د هغه پيښي وروسته یې غنیمت کړی.

په ویډیو کې د اسرائیلي ځواکونو هغه بیړنۍ مخابره چې د پيښي وروسته یې کړې، هم فلسطینیانو ترصد کړې او ثبت کړې ده، او په همدې ویډیو کې ورسره یو ځای کړی.

د غزې د مجاهدینو خبرپاڼه وايي چې په دې عملیاتو کې برخه لرونکې توانېدلي چې د اسرائیلي بمبار څخه ځان وژغوري، او تر خپل ځایه بیرته سالم ځان ورسوي.

د اسرائیل له خوا د ځمکني برید سره هم مهال د غزه ښار په نورو سیمو بریدونه روان دي، چې له کبله یې یوازي نن ورځ تر اوسه ۲۰ تنه شهیدان شوي، او په دې سره د وژل شویو فلسطیانو شمېر ۳۲۰ ته پورته سو، چې اکثریت یې ملکي وګړي او ماشومان دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د