نظــر

د شهید منصور صاحب  تواضع  او د علم سرہ محبت

محمد مختار

په شهید امیرالمؤمنین کې الله رب العباد ھغه عادات او خویونه ایښي وه، کوم چې الله رب العزت په نبي کریم صلی الله علیه وسلم،  کې  پيدا کړي وه، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم، عادت دا جوړ و، چې کله به له صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین، سرہ ناست و نو  د خپل  شپنۍ او چوپانۍ خبرې به یې کولې،  دا ځکه چې غرور او لویي  پکې  رانسي،  شهيد  امیرالمؤمنین تقبله الله، ھم دغه عادت او مزاج درلوده، چې کله دی تقبله الله نائب د لوی ملاصاحب رحمه الله و، موږ  به د مدرسې طالبان چې به کله  ددۀ ځای ته د جمعې په شپه  ورغلو، نو دۀ تقبله الله به موږ ته ځانګړی وخت را کاوه،  زموږ د مجلس لپاره به یې ځان فارغه کاوه او زموږ سرہ به يې د خپلې طالبۍ د وخت قصې کولې.
چي هر وخت به موږ ورسره يو ځای سو، نو زموږ څخه به يې علمي،  صرفي او نحوي سوالونه کول.

په څو ځله داسې پېښه سوله، يو وخت يې دا راته وويل که خدای لږ او ډېر وخت راکړ نو د صرف بهايي څخه به سبقان شروع کوم بيا تر لوی دورې پورې.

نو د دومره غټ منصب سره سره يې  بيا هم د علم دومره تمنا درلوده او دا خبره ما په خپلو غوږو ځنې واورېدله.
نو له علم سره يې محبت تر داسې اندازې پورې و.
خپل منصب ته يې نه کتل او د علم پوښتنې يې زموږ څخه کولې او موږ یې پر علم باعثه کولو
او د علم مجلس ډېر خوند ورکاوه.

کوم وخت چې امیر المؤمنین لوی ملاصاحب رحمه الله وفات سوی و او د منصور صاحب تقبله الله د زعامت  دوه نیم کاله کيدل نو په همدغه دوه نیم کاله وخت کې منصور صیب شهيد پر هم هغه مخکيني حال پاته  و، زموږ سرہ یې  ھغه  ډول عادي  گذارہ  کوله تابه ویل چې  یو عادي مجاھد دی ھیڅکله یې موږ  د حالاتو په تغیر او تبدیل  نه یو پوہ سوي.

ها چې ځان یې سوی سکور کړو د خدای دين ته
د هغه منصور احد احد نعرې وې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx