ورزش

اتلاتیک مدرید د هسپانوي لیګ «لالیګا» اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د اتلاتیک مدرید لوبډلې د روان پړاو په وروستۍ لوبې په ۲-۱ ګټلو سره د هسپانوي فوټبال لیګ «لالیګا» اتلولي وګټله.

په داسې حال کې چې د لالیګا لیګ روان پړاو تر پخوانیو زیات جالبه و، ګټونکی یې تر وروستۍ لوبې نه و ټاکل شوی، چې د ریال مدرید او اتلاتیک مدرید لپاره بریاوې اړینې وې.

اتلاتیک مدرید لوبډلې خپلې سیال لوبډلې بلد الولید ته په ۲-۱ ماتې ورکړه، لومړی ګول د بلدالولید له لوري اوسکار بلانکو په ۱۸مه دقیقه کې وواهه، خو په ۵۷مه او ۶۷مه دقیقه کې د اتلاتیک مدرید له لوري انخیل کوریا او لویس سواریز ګولونه ووهل.

د برسلونا پخواني لوبغاړي لیویس سواریز چې اتلاتیک مدرید ته تېر کال انتقال شوی و، لوبډلې ته په جام ګټلو کې تر ټولو مهم رول ولوباوه، نوموړي په دوه وروستیو اړینو لوبو کې د لوبډلې لپاره ګټونکي ګولونه ووهل.

بل لوري ته د لالیګا اتلولۍ لپاره نږدې سیال ریال مدرید هم ویلاریال لوبډلې ته په وروستیو شېبو کې ماتې ورکړه، خو دغه ماتې یوازې ددوی لپاره په اتلولۍ خپلولو کې کافي نه وه.

اتلاتیک مدرید لوبډلې د لالیګا فوټبال سیالۍ په جدول کې په ۸۶ نمرو پای ته ورسولې، په داسې حال کې چې ریال مدرید په ۸۴ سره دوهم او برسلونا په ۷۹ نمرو سره دریم نمبر شو. دا لومړی وار دی چې له ۲۰۰۷-۸ سیزن څخه وروسته برسلونا له لومړي یا دوهم مقام څخه ښکته کیږي.

له دې وړاندې اتلاتیک مدرید په ۲۰۱۴م کال کې د لالیګا جام ګټلی و چې ۷ کاله وروسته یې په ۲۰۲۱م کال کې یې د ۱۱م وار لپاره دغه اتلولي خپله کړه.

تر دې دمه تر ټولو زیات ۳۴ واره ریال مدرید د هسپانوي لیګ لالیګا اتلولي خپله کړې، ۲۶ واره برسلونا، ۱۱ واره اتلاتیک مدرید، ۸ واره اتلاتیک بیلباو، ۶ واره والنسیا او ۲ واره ریال سوسیداد ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x