ټکنالوژي

د کاروونکو پریکون، د فیسبوک درجه بندي ښکته شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د اسراییلي ښکېلاکګرو له لوري پر فلسطینیانو د ظلمونو سلسله لا هم دوام لري، د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې «فیسبوک» هغه پوسټونه چې د اسراییل د جنګي جرمونو څخه پرده پورته کوي په پرلپسې ډول حذفوي.

بالاخره کاروونکي اړ شوي په فلسطین د اسرييلي یرغل پر وړاندې د خپلو پوسټونو له حذفولو وروسته په ټوله نړۍ کې د فیسبوک پریکون یا بایکاټ اعلان کړي.

په دې پریکون کې کاروونکو پر «ګوګل پلی سټور» او «ایپ سټور» د فیسبوک درجه بندي تر ټولو ښکته ځای ته رسولې ده.

په ګوګل پلی سټور کې د فیسبوک درجه بندي له ۴ درجې څخه ۲.۴، او په ایپ سټور کې ۲.۳ ته ښکته شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د فیسبوک له لوري د فلسطین پلوه پوسټونو حذفولو پر وړاندې پر یادو رسنیو پراخ غبرګون ښودلی، او له ټولو کاروونکو غوښتنه شوې تر څو په پلی سټور یا ایپ سټور کې فیسبوک ته په پنځو کې یوازې یو ستوری ورکړي.

اسرایيلي یرغلګرو له تېرو څو لسیزو راهیسې بیت المقدس قبضه کړی، او پر فلسطینیانو ناحقه ظلمونه کوي، چې تر ډیره له وسله وال مقاومت سره هم مخامخ شوي دي.

د کوچني اختر په شپو ورځو کې اسراييلي یرغلګرو پر غزه ښار پرلپسې یوولس ورځې ړندې بمبارۍ وکړې، چې له کبله یې ګڼ شمېر ودانۍ ونړولې، ۲۴۰ فلسطینیان شهیدان، نږدې ۱۵۰۰ تنه نور ټپيان او سلګونه خلک بې کوره کړل. خو د فلسطین په ملاتړ د حماس وسله والې ډلې هم اسراییلو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx